د ټاکنیزو کمیسیونونو غړو د دوه ورځني ورکشاپ پیل
د علمي تجاربو، د ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ اعتماد جوړونه، د ټاکنو ترسره کیدو لپاره د یو منظم اداري چوکاټ رامنځته کول او د ټاکنیزو کمیسیونونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو د کړنلارو ایجادولو په موخه، د ملګرو ملتونو سازمان پراختيايې پروګرام یا (UNDP) لخوا، د شنبه په ورځ (۲۹/۴/۱۳۹۸) دوه ورځنۍ ورکشاپ د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري غړو لپاره په کابل کې جوړ شو.
د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري غړو د دا ډول ښوونیز ورکشاپونو جوړل د ټاکنو عملیاتي بهیر د چټکوالي او د ټاکنو ترسره کیدو په موخه بریالي او اړین وباله او له دغه نړیوال بنسټ څخه يي وغوښتل چې دا ډول پروګرامونه د کمیسیونونو د مسلکي کارکوونکو په کچه هم جوړ کړي.
په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو د ټاکنو ښه مدیریت، د داسې ټاکنو ترسره کیدو چې ټولو ذیدخله ټاکنیزو خواوو ته د منلو وړ وي او د ټاکنیزو کمیسیونونو د نقش او دندو په اړه، بحث وکړ.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستاني په پیل کې د دا ډول برنامو جوړول د کمیسیونونو تر منځ د ټاکنیزو تجاربو شریکولو لپاره یو ښه زمینه وګڼله او وویل، کولای شو چې د د غو پروګرامونه د پایلو او زده کړل شوو درسونو څخه د ټاکنو بهیر کې په عملي توګه ګټه پورته کړو.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې په دغه ښونیز پروګرام کې وویل: د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو ترسره کیدو مسوولیت لري، خو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مسوولیت د ټاکنو بهیر ته، مشروعیت ورکول دي او که چیرته د شکایتونو کمیسیون ټاکنیز عدالت تامین نکړي، ټاکنې مشروعیت نلري.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي دین محمد عظیمی د روان کال د تلې میاشتې ۶ مې نیټې د جمهوری ریاست ټاکنو لپاره د دغه کمیسیون له بشپړ چمتوالي څخه خبر ورکړ او په ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کې يې د ټاکنیزو اعتراضونو او شکایتونو د ثبت او رسیدنې پړاونو په هکله هر اړخیزه خبرې وکړي.
ښاغلي عظیمي د یو سالمې ادارې او په تصمیمونو کې قاطعیت د رڼو او معتبره ټاکنو ترسره کیدو لپاره اړین وبلل او زیاته يي کړه: ټاکنیز اعتراضونه او شکایتونه اسناد او شواهدو ته په کتو سره، په دوه مرحلو ولایتي او مرکزي کچه، بررسي او تحلیل کیږي او وروسته بیا د قضیو په اړه تصمیم نیول کیږي.
همدارنګه په دغه پروګرام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي قطب الدین رویدار د شکایتونو کمیسیون د ځانګړو او اساسي دندو په اړه خبرې وکړي وویل: شکایتونو کمیسیون د ټاکنو بریالیتوب لپاره په ټولو پړاونو کې اساسي او بنسټیز رول لوبوي. د قانون او طررالعملونو پر بنسټ باید ټول شکایتونه، د ټاکنیز تقویم په مطابق رسیدګې وشي تر څو ټاکنیز عدالت تامین شي.
ښاغلي رویدار زیاته کړه، باید ټاکنیزو تخطیو، تخلفاتو او جرایم ته د رسیدنې لپاره بشپړ او پوره چمتوالی ونیول شي تر څو د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ټولو هیوادوالو او ذیدخله اړخونو ته د منلو وړ وي.
په دغه ورکشاپ کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي ښاغلي محمد قاسم الیاسي د ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ د یو شمیری همغږیو نشتون، د مالی منابعو نه موجودیت، په الکترونیکي بڼه د شکایتونو د ثبت سیستم نه موجودیت، د غږیز او انځوریز مدارکو لپاره د تشخیص وسایلو نشتون، د اړیکې مرکز نشتون، د ظرفیت لوړلو پروګرامونو کمښت، د ۵۰۰۰ نظارتي کارکوونکو استخدام هغه ننګونې وګڼلي چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې اوس هم شتون لري.
په همدې توګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي محمد یونس طغرا د هغو کړنلارو په هکله خبرې وکړي چې د ټاکنو بهیر په اړه د خلکو اعتماد څنګه بیا ترلاسه کیدای شي. هغه د ټاکنو رڼتیا لپاره د رای ورکولو په محلونو او مرکزونو کې د ملي او نړیوالو ناظرانو شتون ارزښتناک وباله او وړاندیز يي وکړ چې په دې هکله دې د نورو هیوادونو تجاربو څخه ګټه پورته شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي هم د دا ډول ورکشاپ جوړول د ستونزو د پيژندلو او د ټاکنیزو کمیسیونونو دکارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره خورا ګټور عنوان کړ او وویل: د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اهمیت ته پام سره چې ټاکنو ته مشروعیت ورکوي خو بیا هم دا کمیسیون ته هغومره چې اړینه ده، پام نکیږي. نوموړي څرکنده کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون بریالیتوب د نړیوالې ټولنې غوڅ ملاتړ پوري، تړاو لري.
د ټاکنیزو کمیسیونونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د کمیسیونونو تر منځ د همغږي پیاوړي کول، بریالیو ټاکنو کې د آزادو رسنیو ارزښت او د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو تقویم هغه مهم موضوعات دي چې ټاکل شوي ده په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې به پرې خبرې؛ اترې وشي.

