د ولایتي کمیشنرانو د روزنیز پروګرام پیل
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ولایتي کمیشنرانو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو او اعتراضونو رسیدنې په اړه دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام د شنبې په ورځ (۳۰/۶/۱۳۹۸) په کابل پیل شو.
دغه ناسته چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو په ګډون سره جوړه شوي وه، لومري د دغه کمیسیون د دارالانشاءعمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادی د ولایتي کمیشنرانو له راتګ څخه مننه وکړه او وویل چې د جمهوري ریاست د ټاکنو بهیر د بریالیتوب لپاره د دا ډول ښوونیزپروګرامونو جوړول مهم او حیاتي دي.
ښاغلي اعتمادي، ولایتي کمیشنران خپل له ګواښونو ډګ مسوولیتونو ته متوجي کړل او له هغوی وغوښتل چې د ټاکنیزو قضیو په اړه خپل پریکړي د نافذه قوانینو، اړونده طرزالعملونو، لوایحو او لارښودونو پر بنسټ وکړي ترڅو ټاکنیز عدالت په هیواد کې بنسټیز شي.
ټاکل شوي چې په دغه روزنیز پروګرام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ولایتي کمیشرانو ته د ټاکنو ورځ شکایتونو د رسیدنې څرنګوالي، د ټاکنو ورځ لپاره د اړیکو د ټيمونو تنظیم، په انلاین توګه د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت طرزالعمل یا (EDR)، د رای ورکولو په مرکزونو کې د ناظمینو او ناظرینو د تنظیم څرنګوالۍ، د کمیسیون مصوباتو او د چک لارښود، د رایو د بیاشمیرنې او قرنطین لایحه، د اړیکو او همغږیو څرنګوالي، له رسنیو سره د اړیکو او نورو ټاکنیزو موضوعاتو په اړه عملي او نظري روزنه ورکړ شي.

