د ولسمشریزو ټاکنو له اړونده اړخونو سره مشورتي ناسته

iecc-af
Sat, Dec 14 2019 11:18 AM
December 13

ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیزو ننګونو او ستونزو د حل په موخه د جمعې په ورځ (۱۳۹۸/۹/۲۲) د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست ټاکنیزو ټیکټونو، سیاسي ګوندونو، ټاکنو پورې اړوند د مدني ټولنې بنسټونو، د ټاکنو بهیر له نړیوالو همکار نهادونو او د رسنیو استازو سره، د ټاکنیزو کمیسیونونو غړو په حضور کې مشورتي ناسته ترسره کړه.

د ناستې په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د ناستې موخه د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو بهیر ستونزو ته د حل لار پیدا کول عنوان کړ او وویل: د ټاکنو اوسني بن بست څخه د وتلو یواځنۍ لار د ټاکنو اړونده نهادونو تر منځ، د ټاکنو قانون او طرزالعلونو په پام کې نیولو سره، بحث او خبري اتري دي.

په همدې توګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرې آغلې زهره بیان شینورې وویل: د داسې سترې غونډې په ترسره کیدو سره مو وغوښتل چې د ټاکنو پورې اړوند بنسټونو ترمنځ لا ډيره همغږي او همکاري رامنځته شي او وکولای شو د شته ننګونو او ستونزو څخه د وتلو کومه حل لار پیدا کړو.

میرمن شنیوارې د جمهوري ریاست د ننګونو او ستونزو په غزیدو خواشینې څرګنده کړه او زیاته يي کړه؛ موجوده جنجالونو د خلکو او ټاکنیزو بنسټونو تر منځ بي اعتمادي رامنځته کړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې شکایتونو د ارزولو په وخت به د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعمولونه په دقت او هر اړخیزه توګه پلي کوي او هغه بایومتریک رایې چې په ټاکلې موده کې استعمال شوي وي، د اعتبار وړل ګڼل کیږي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئيسې آغلې حوا علم نورستاني په دغه ناسته کې وویل: تر اوسه پورې ۷۰۰ زره رایې باطلي شويدي. میرمن نورستاني یوځل بیا له هغو ټاکنیزو ټیکټونو چې په ۷ ولایتونو کې دي د بیا شمیرنې بهیر مانع شوي، وغوښتل تر څو کمیسیون ته اجازه ورکړي چې بیا شمیرنه، ترسره کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي له ټاکنیزو ټیکټونو څخه وغوښتل چې د یوې حل لاري پیدا کیدو په موخه، انعطاف پذیري ښکاره کړي. ښاغلي الیاسي وویل: د حل لاره پیدا کیږي، خو چې دواړه اړخونه له  ځان څخه انعطاف ښکاره کړي او د حل منطقي یوه لار پیدا کړو او پرینږدو چې ټاکنې د بن بست خوا ته لاړ شي، که دا ځل ټاکنې د بن بست خواته لاړي نو دریم ځل کیږي او باید د جمهوریت فاتحه واخلو.

د داکتر عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټيم مرستیال اسدالله سعادتي د ټاکنو له کمیسیون څخه وغوښتل چې د رای ورکونې د ټاکلې مودې څخه مخکي  کارول شوي  ۱۰۲ زره رایې باطلي کړي او له بایومتریک څخه پرته ۱۳۷ زره راي دي بیا شمیرنې ته واستول شي. او ټینګار يې وکړ چې په هیڅ صورت د تقلبي رایو پایلي نه مني. خو د محمد اشرف غني ټيم د ټاکنیز ستاد مشر محمد عمر داوودزی د ټاکنو له کمیسیون څخه وغوښتل چې ډیر ژر دي د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنی پایلې اعلان کړي.

همدارنګه د دغې ناستې نورو ګډوالو له ټاکنیزو کمیسیونونو څخه هم وغوښتل چې د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو او لوایحو په رڼا کې دي  ټاکنیز بن بست ته د پای ټکی کیږدي.

December 13

Latest news

Tue, May 04 2021 1:47 PM
Background image

UNESP Project manager meet ECC CEO

3 May 2021 -Kabul Rudolf Elbling UNESP project manager in Afghanistan met with Independent Complaints Commission’s CEO Chaman Shah Etemadi at ECC central office today. They discussed. . .

Tue, Apr 27 2021 2:07 PM
Background image

Introducing International advisors for Independent Electoral Complaints Commission

27 April 2021, Kabul An introductory meeting between newly appointed UNESP Project Manager and Capacity Building Advisor with the ECC leadership held today at ECC office. Mr. Grant. . .

Wed, Mar 24 2021 3:36 PM
Background image

Deputy Special Representative (Political) for Afghanistan meets with ECC's leadership

24 March 2021, Deputy Special Representative of the Secretary-General, Political (DSRSG) Ms. Mette Knudsen for Afghanistan met with members of the ECC leadership at ECC. Ms. Zohra Bayan. . .

BACK TO NEWS