د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړو سره د اروپايې ټولنې د (ECES) پروژي متخصصانو لیدنه

iecc-af
Tue, Jan 07 2020 12:59 PM
ECES

د افغانستان له ټاکنو څخه د اروپايې ټولنې د ملاتړ پروژي یا  (ECES)  لوړ پوړو استازو، د آمارو او شمیرو د تحلیل متخصص ښاغلي لوکش ویدوا او د اطلاعاتو او اړیکو متخصص ښاغلي ایبارهارد نن سه شنبه (۱۷/۱۰/۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره، د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
لومړی د افغانستان له ټاکنو څخه د اروپایې ټولنې ملاتړ پرژوې متخصصانو، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د دغې پروژې د همکاریو د څرنګوالي په اړه، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي ته معلومات وړاندې کړل.
وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د دغه کمیسیون د کارمنانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د (ECES) پروژې له مرستو څخه مننه وکړه او وویل: د ظرفیت لوړولو په برخه کې باید د کمیسیون اړتیاوي تشخیص او په دې اړه باید دقیق ارزونه ترسره شي.
ښاغلي اعتمادي د کمیسیون بیلابیلو برخو مسوولانو ته دنده ورکړه ترڅو د ظرفیت لوړولو په برخه کې خپل اړتیاوي تشخیص کړي او د دغو متخصصانو په واکې دي ورکړي تر څو د هغه پر بنسټ د ظرفیت جوړنې پروګرامونه تنظیم شي.
په دغه لیدنه کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي او د دارالانشاء د پالیسي او همغږي معاون ښاغلي محمد یاسین همراز هم حضور درلود.

ECES

Latest news

Wed, Mar 24 2021 3:36 PM
Background image

Deputy Special Representative (Political) for Afghanistan meets with ECC's leadership

24 March 2021, Deputy Special Representative of the Secretary-General, Political (DSRSG) Ms. Mette Knudsen for Afghanistan met with members of the ECC leadership at ECC. Ms. Zohra Bayan. . .

Wed, Mar 17 2021 2:06 PM
Background image

UNESP advisors meet ECC CEO

17 March 2021, Kabul United Nations Electoral Support Project (UNESP) Afghanistan advisors met Independent Electoral Complaints Commission CEO, Mr. Chaman Shah Etemadi along with. . .

Sun, Mar 14 2021 10:49 AM
Background image

ECC Press Release on Preparations for Conducting Elections in the Year 1400 [2021]

14 March 2021, Kabul The ECC has made necessary preparation for conducting Wolesi Jirga (Ghazni), provincial councils, district councils and mayoral elections. The members of the. . .

BACK TO NEWS