په ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو د ثبت شوو شکایاتونو او اعتراضونو د مودې پای ته رسیدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کميسیون خبري ناسته

iecc-af
Tue, Jan 14 2020 2:08 PM
کنفرانس

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سه شنبه ( ۲۴/۱۰/۱۳۹۸) د یو خبري ناستې په ترڅ کې اعلان وکړ چې په ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو د شکایاتونو او اعتراضونو د رسیدنې موده پای ته رسیدلي او د کمیسیون په مرکزي دفتر کې د استیناف غوښتني پړاو پیل شوی دی.

د دغې ناستې په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې په ولایتونو کې د اعتراضونو او شکایتونو د رسیدنې بهیر په اړه، خبریالانو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ چې د دغه کمیسیون غړي به په بشپړه بي طرفی سره او د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو پر بنسټ شکایتونو او اعتراضونو ته رسیدنه کوي.
میرمن شینوارې زیاته کړه؛ د ټاکنو قانون پر بنسټ په ولایتونو کې د شکایتونو او اعتراضونو د ارزوني او رسیدنې بهیر د دوشنبې په ورځ پای ته ورسید او په دغه موده کې ولایتي کمیسیونونه وتوانیدل چې په ټاکلي وخت کې ثبت شوو شکایتونو ته رسیدنه وکړي او خپل پریکړي د قضیې طرفینو ته ابلاغ کړي.
د شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرې په ولایتونو کې د ثبت شوو اعتراضونو او شکایتونو د پریکړو په اړه وویل:  

د ( ۱۶۵۴۵ ) ثبت شوو شکایتونو څخه، (۹۸۶۶) شکایتونه د موجه دلایلو نشتون او د اثباتیه مدارک نه وړاندې کولو له امله رد شويدي. (۱۸) شکایتونه د اصلاح اقدام، په ۲۱ ولایتونو کې (۵۳۱۶) محلونو په اړه د بیا شمیرنې پریکړې شوي. همدارنګه د ټاکنو کمیسیون (۷۱ ) کارکوونکو په اړه له دندې د ګوښه کیدو، (۷۵ ) کسان په نقدي جریمه محکوم شويدي او( ۱۰۹) محلونو باطل شويدي. په همدې توګه( ۳ )شکایتونه عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوي او (۱۱۱ ) شکایتونه د ولایتي کمیسیونونو لخوا استثنايي شوي او په مرکزي دفتر کې به ورته رسیدنه کیږي.
د نوموړي په وینا، که چیرته شاکی او یا معترض نوماند د شکایتونو ولایتي کمیسیون په تصمیم قناعت ونلري، کولای شي چې د تصمیم له اعلان وروسته، په ۳ کاري ورځو کې خپل استینافي شکایتونه د کمیسیون په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.
د ناستې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار وویل: د ولایتي کمیسیونونو پریکړي نهايې ندي د استینافي قضیو ته تر رسیدنې وروسته د کمیسیون پریکړي وروستئ دي او د ټاکنو قانون پر بنسټ د ټاکنو کمیسیون اړ دی چې دا پریکړي تطبیق کړي.
وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي د هغو کسانو د نوم نه ښوودلو په اړه وویل چې د ولایتي کمیسیونونو لخوا څارنوالي ته معرفي شويدي: د دغو کسانو د نوم څرګندیدو وخت نه دی، ځکه د دوغو کسانو لخوا استیناف غوښتنې شويدي او تر اوسه د هغوی د استیناف غوښتنې موده پای ته نده رسیدلي. ښاغلي الیاسي د هغو محلونه په اړه چې په ۲۱ ولایتونو کې بیاشمیرنې ته استول شوي دي، وویل:
کابل (1699) محلونه، کاپیسا (117) محلونه، پروان (42) محلونه ، میدان وردگ (25) محلونه، لوگر ( 18) محلونه ، ننگرهار ( 1582) محلونه، لغمان ( 43) محلونه، بغلان (6) محلونه، غزنی (65) محلونه، پکتیکا (383) محلونه، پکتیا ( 186) محلونه، خوست (53) محلونه، کنر(243) محلونه، تخار(73) محلونه، کندز (46) محلونه، غور (51) محلونه زابل(61) محلونه، قندهار(121) محلونه، هلمند (265) محلونه، هرات(60) محلونه و نیمروز بتعداد ( 171) محلونه بیا شمیرنې ته استول شويدي.

د ښاغلي الیاسي په وینا، راتلونکو دوه ورځو کې به د دغو محلونو د بیا شمیرنې پلان د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره شریک شي، ترڅو دغه بهیر د ټاکنو کمیسیون لخوا د ټاکنیزو ناظران په شتون کې ترسره شي.
د یادونې وړ دی چې تر اوسه پورې په ۱۷ ولایتونو کې (کاپیسا، لغمان، پنجشیر، بامیان، غزنی، پکتیا، کنر، نورستان، بدخشان، سرپل، بلخ، غور، دایکندی، ارزگان، زابل، فاریاب او نمیروز769  شکایتونه ثبت شویدي.

کنفرانس

Latest news

Wed, Dec 04 2019 4:53 PM
Background image

16 days of activism against gender-based violence

On Wednesday, December 04, 2019, ECC marked the international day for the elimination of violence against women and 16 days of activism against gender-based violence. At this ceremony,. . .

Thu, Nov 07 2019 4:42 PM
Background image

INDEPENDENT ELELCTORAL COMPLAINTS COMMISSION PRESS CONFERENCE

Kabul, 07/11/2019, 1100 hrs.

Chairperson Zohra Bayan Shinwari

  • Acknowledged continued support and trust extended by the Afghan people including electoral stakeholders to the. . .
Mon, Oct 07 2019 8:07 PM
Background image

ECC and IEC Joint Press Conference

7 October 2019, Kabul

Both electoral management bodies of Afghanistan; the Independent Electoral Commission (IEC) and the Electoral Complaints Commission (ECC) organized a joint press. . .

BACK TO NEWS