زمري ۲۸ مه د هیواد خپلواکۍ د یوسلو یوه مې کلیزې په اړه ، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پيغام
دټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د رهبري پلاوي او د دارالانشاء کارکوونکو په استازیتوب د افغانستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو د یو سلو یوه مې کلیزي په اړه، خپل د تهنیت او مبارکۍ مراتب د افغانستان آزاد او ویاړمنو خلکو ته د زړه له کومې وړاندې کوم.
لکه څرنګه چې هیواد مو په ډير حساسو سیاسی شرایطو او د سولي بهیر کې قرار لري، د لوی څښتن تعالی له ستر دربار څخه په هیواد کې دسراسري سولي او ټيکاو هیله لرم او ګرانو هیوادوالو ته د ژوند په هره برخه کې د سعادت او بریالیتوب دعا کوم.
و من الله التوفیق
دټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون رئیسه
