د ( UNDP) له مسئول سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئيسې لیدنه

iecc-af
Thu, Nov 26 2020 10:56 AM
UNDP

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايې اداري مسوول ( UNDP) ښاغلي عبدالله الدر داري سره، پرون ماذدیګر ( چهارشنبه، ۵/ ۹/ ۱۳۹۹) په خپل کاري دفتر کې ملاقات وکړ، په دغې لیدنه کې دواړو خواوو له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژي (UNESP) په سند باندې بحث او په دوه اړخیزو همکاریو  يې ټينګار وکړ.

لومړی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايې اداري مسوول ( UNDP) ښاغلي عبدالله الدر داري په افغانستان کې د ولسواکی بنسټيز کیدو په اړه، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ستاینې تر څنګ وویل: د دوی همکاري به له کمیسیون سره دوام کوي.

ښاغلي الدر داري د ( UNDP) پروګرامونو په اړه، هر اخیز معلومات وړاندې کړل او د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي د بیا تمدیدو خبر يې ورکړ او زیاته يې کړه، د غه پروژه د پخوا په څير له اضافي لګښتونو پرته بیا تمدید شويده.

 نوموړي زیاته کړه، هڅه کوو چې مالي منابعو ته پام سره،  د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۲۱ کال  ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي سند کې، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وړاندیزونه په پام کې ونیسو او همدارنګه د دغه بنسټ د ستراتیژیک پلان په جوړونه کې فعاله ونډه ولرو. هغه ټينګار وکړ چې دوی په ټولو برخو کې د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو د تقویب لپاره همکاری ته چمتو دي او دواړه کمیسیونونه لکه دوه سترګي ورته ارزښت لري.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې، د (UNDP) له همکاريو، فعالیتونو او په ځانکړي توګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د تجهیز او وړتیاوو لوړلو په برخه کې د (UNDP) همکاريوڅخه ستاینه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د دغه بنسټ کاري ټيمونو په هر ډول سختو شرایطو کې له کمیسیون سره مرستې کړیدي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې د ټاکنیزو بنسټونو د تقویت په موخه، د ملګرو ملتونو سازمان د همکاریو په دوام ټینګار وکړ او وویل: په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د ټاکنو ترسره کیدونکو بنسټونو ملاتړ لپاره ډيرو مرستو ته اړتیا لري.

د ناستې په دوام سره، د (UNESP) پروژي مدیر ښاغلي البیاتي له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژي د پلي کیدو څرنګوالي په اړه، توضیحات ورکړل او وویل: له دې وروسته به هڅه کیږي چې ډيری تخنیکي مسوولیتونه ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته ورکړي تر څو دغه کمیسیون د ځان بساینه په لور ګام اوچت کړي.

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايې اداري سلاکاري میرمن ناجیه هاشمي، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رئیسې په توګه، د آغلې زهرې بیان شینوارې فعالیتونه څخه ستاینه وکړه او وویل: خوشاله یو چې یو بریالۍ میرمن د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د مشرې په توګه دنده ترسره کوي او دا د افغان میرمنو د لوړ ظرفیت ښکارندويې کوي.

په دغه ملاقات کې د شکایتونو کمیسیون ستر سلاکار ښاغلي عبدالقدیر رؤوفي او د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشاء د پالیسي او همغږي مرستیال، ښاغلي محمد یاسین همراز هم حضور درلود، د پالیسي او همغږي مرستیال د (UNESP) پروژي د تخنیکي او مسلکي همکاريو په اړه، معلومات وړاندې کړل او له دې چې د دغې پروژي په مالي سند کې يې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وړاندیزونه په پام کې نیولي، مننه وکړه.

UNDP

UNDP

UNDP

Latest news

Tue, May 04 2021 1:47 PM
Background image

UNESP Project manager meet ECC CEO

3 May 2021 -Kabul Rudolf Elbling UNESP project manager in Afghanistan met with Independent Complaints Commission’s CEO Chaman Shah Etemadi at ECC central office today. They discussed. . .

Tue, Apr 27 2021 2:07 PM
Background image

Introducing International advisors for Independent Electoral Complaints Commission

27 April 2021, Kabul An introductory meeting between newly appointed UNESP Project Manager and Capacity Building Advisor with the ECC leadership held today at ECC office. Mr. Grant. . .

Wed, Mar 24 2021 3:36 PM
Background image

Deputy Special Representative (Political) for Afghanistan meets with ECC's leadership

24 March 2021, Deputy Special Representative of the Secretary-General, Political (DSRSG) Ms. Mette Knudsen for Afghanistan met with members of the ECC leadership at ECC. Ms. Zohra Bayan. . .

BACK TO NEWS