د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو ملاتړ پروژي د تمدید تفاهم لیک لاسلیکیدل
د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) د تمدیدو تفاهم لیک، د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري غړو او UNAMA او UNDP استازو تر منځ نن سه شنبه (۱۳۹۹/۹/۲۵) د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کنفرانسونو په تالار کې لاسلیک شو.
د دغه تفاهم لیک له مخې به د ملګرو ملتونو سازمان راتلونکی کال، له ټاکنیزو کمیسیونونو سره د وړتیاوو لوړولو، لوجستیک، عامه پوهاوي او تخنیکي مشورو په برخو کې مرستې او همکاري کوي.
د تفاهم لیک د لاسلیکیدو په مراسمو کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې، د ټاکنو ترسره کیدو لپاره د نړیوالي ټولنې مالي ملاتړ يو اړین امر وباله او د ملګرو ملتونو سازمان مالي او تخنیکي مرستې يې په افغانستان د ولسواکۍ بهیر د تقویت لپاره مهمې وبللي.
میرمن شینوارې زیاته کړه، نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو تل هڅه کړي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو اړتیاوو ته پام سره، مرستې وکړي ترڅو په افغانستان کې رڼې او شفاف ټاکنې ترسره شي، دا هڅې د ستایلو او قدر وړ بلل کیږي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئيسې، د ملګرو ملتونو له استازو هیله وکړه چې د ټاکنیزو کمیسیونونو وړاندیزونه د بودجې په سند کې، پام کې ونیسي او پلی يې کړي.
په دغو مراسمو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي عصمت الله مل له ټاکنیزو بنسټونو سره، د بهرنیو هیوادونو او ملګرو ملتونو سازمان د همکاریو څخه مننه وکړه او وویل: د واک د لیږد سولیزه یواځنۍ لار د شفافو ټاکنو ترسره کیدل او په افغانستان کې د ولسواکۍ پیاوړي کول دي.
ښاغلي مل زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په راتلوونکي کال کې د ولایتي شورا ګانو، د غزني ولایت د ولسي جرګي ټاکنو او د یو شمیر ولایتونو د ښاروالیو ټاکنو ترسره کیدو لپاره، چمتوالی لري.
د دغې پروژي د لاسلیکدو پر مهال په افغانستان کې میشت د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایې پروګرام استازي ښاغلي عبدالله الدردادي چې په آنلاین توګه خبرې کولي، وویل: د دغې پروژي لاسکیدو سره به همکارو مرسته کوونکو ته زمینه برابر شي. ښاغلي الدردادي ټینګار وکړ چې له ټاکنیزو بنسټونو سره به د ملګرو ملتونو سازمان تخنیکي مرستې دوام مومي.
د مراسمو په پای کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري غړو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازو ترمنځ د پروژي سند لاسلیک شو.
د یادونې وړ دی چې دغه تفاهم لیک د ټاکنیزو کمیسیونونو په استازیتوب د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي عصمت الله مل لخوا لاس لیک شو.





