د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه!
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سه شنبه ( ۳۰/۱۰/۱۳۹۹) د افغانستان اسلامي جمهوريت لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح سره لیدنه وکړه.
په دغې ناستې کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د راتلونکي کال د ولایتي شورا ګانو، ولسوالیو او ښارواليو ټاکنو او د غزني ولایت د ولسي جرګي ټاکنو لپاره، د دغه کمیسیون له چمتوالي څخه خبر ورکړ. همدارنګه د دغې ناستې په بله برخه کې د شکایتونو کمیسیون د رهبري غړو لخوا د ټاکنو قانون تعدیل په اړه جوړي شوي طرحي څخه هم خبر ورکړ.
په دغې لیدنه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح هم د راتلوونکي کال ټاکنو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له پلانونو څخه ملاتړ وکړ او زیاته يې کړه چې راتلوونکی کال به د ټاکنو چارو د لا ښه انسجام په موخه کمیتې رامنځته شي.
د یادونې وړ دی چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال سره په لیدنه کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې، د کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي، منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي ، د کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي هم حضور درلود.




