د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي په اړه ملي ـ مشورتي ناسته
د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي په اړه ملي ـ مشورتي ناسته د سیاسي احزابو استازو، د مدني ټولنې بنسټونو، ټاکنو پورې اړوند د دولتي ارګانونو استازو او د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري پلاوي په ګډون سره، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو په مرکز کې چهارشنبه (۱۳۹۹/۱۱/۱) دایر شوه.
د ناستې په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې اغلې زهرې بیان شینوارې، د ناستې ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د ټاکنو په قانون کې ځينې داسې موارد شتون لري چې د نن ورځي غوښتنو ته ځواب نه وايي، له تیرو ټاکڼو څخه د زده کړل شوو درسونو او د ټاکنو تجربو ته په پام سره، ټاکنیزو کمیسیونونو د ټاکنو قانون تعدیل په اړه لومړنۍ طرحه چمتو کړي چې په دغې ناسته کې به د سیاسي احزابو استازو، د مدني ټولني بنسټونو او ټاکنو پوري اړوند دولتي ارګانونو استازو سره، د نظرغوښتنې او مشورو لپاره وړاندې شي.
وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي عصمت الله مل د ناستې په اړه، خبري وکړي او وویل: تیري ټاکنې د جمهور رئیس د یو تقنیني فرمام پربنسټ ترسره شوي چې له همدې امله په تیرو ټاکنو کې یو لړ ستونزي رامنځته شوي، دې موضوع د ټاکنو قانون کې د تعدیل اړتیا نوره هم زیاته کړي ده.
همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي وویل: د ټاکنو په قانون کې ځیني مسایل، مفاهیم او اصطلاحات روښانه ندي او له هغو څخه بیلابیل تعبیرونو کیدای شي.
د نوموي په وینا، د رای ورکوونکو نوملړ، په بریښنايې بڼه د ټاکنو ترسره کیدل اود ټاکنو سیستم په اړه بحث، هغه اړین مفاهیم او اصطلاحات دي چې باید د ټاکنو قانون په مسوده کې په روښانه توګه نظر کې ونیول شي.
د ناستې په دوام کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي مولانا عبدالله، د ټاکنو قانون د تصویب پړاونو په اړه، توضیحات ورکړل او وویل: په دغې نظر غوښتنې سره موضوع پای ته نه رسیږي، بلکه د سیاسي احزابو او اړوند نورو ټاکنیزو بنسټونو د نظر او وړاندیزونو غوښتونکي یو.
په همدې توګه د ټاکنیزو کمیسیونونو تخینکي ټيمونو ګډونوالو سره د لا ډيرو معلوماتو شریکولو په موخه، د ټاکنو قانون د تعدیلاتو مواردو په اړه، خپل پرزنتیشن وړاندې کړ.
د غونډې په دوام سره ګډونوالو په کاري ګروپونو کې د ټاکنو قانون تعدیلاتو په اړه، بحث وکړ او خپل نظریات او وړاندیزونه يې د ټاکنیزو کمیسیونونو رهبري پلاوي ته وړاندې کړل.
په پای کې پریکړه وشوه چې ټاکنو پوري اړوند بنسټونه او د سیاسي احزابو استازي، تر څلور ورځو پوري وخت لري چې خپل نظریات او وړاندیزونه په لیکلي بڼه، ټاکنو خپلواک کمیسیون ته راواستوي، ترڅو مسوده بشپړه او د نورو اجرااتو لپاره عدلیې وزارت ته ولیږدوي.





