د فیفا موسسې له چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې لیدنه

iecc-af
Mon, Jan 25 2021 2:56 PM
FEFA

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې دوشنبه ( ۶/۱۱/۱۳۹۹) د افغانستان آزاد او عادلانه ټاکنو(فیفا) موسسې له چارواکو سره، د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.

دغه ناسته چې د دواړو خوا د اړیکو ټینګښت په موخه جوړه شوي وه؛ لومړی د فیفا موسسې اجرائیوي رئیس د فیفا فعالیتونو او کړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ټینګار يې وکړ، هغه اصلاحي طرحي او پروګرامونه چې دوی مخکي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته سپارلي وي، د دغه کمیسیون په اصلاحي برنامو او د ټاکنو بهیر خوندیتوب او سیستم جوړونې لپاره  پام کې ونیسي. په دغې لیدنه کې د فیفا چارواکو وویل: دوی د شکایتونو کمیسیون د ستراتیژیک پلان جوړونې په برخه کې همکاري ته هم چمتو دي.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې، د فیفا موسسې له ګټورو مشورو او د کار وړ همکاریو څخه مننه وکړ او د ټاکنو قانون د مسودي، طرزالعملونو، لارښودونو، د شکایتونو کمیسیون ستراتیژیک پلان، ظرفیت جوړنې، د دایمي کارمنانو استخدام او د دغه کمیسیون پلانونو او پروګرامونو په هکله مفصل توضیحات ورکړل.

 د شکایتونو کمیسیون رئیسې زیاته کړه؛ هغه طرحي او اصلاحي برنامې چې تیرو ټاکنو تجربو پر بنسټ چمتو او د ټاکنو بهیر لپاره مثبتي پایلي ولري، هرکلی کیږي.

FEFA

FEFA

FEFA

FEFA

Latest news

Tue, May 04 2021 1:47 PM
Background image

UNESP Project manager meet ECC CEO

3 May 2021 -Kabul Rudolf Elbling UNESP project manager in Afghanistan met with Independent Complaints Commission’s CEO Chaman Shah Etemadi at ECC central office today. They discussed. . .

Tue, Apr 27 2021 2:07 PM
Background image

Introducing International advisors for Independent Electoral Complaints Commission

27 April 2021, Kabul An introductory meeting between newly appointed UNESP Project Manager and Capacity Building Advisor with the ECC leadership held today at ECC office. Mr. Grant. . .

Wed, Mar 24 2021 3:36 PM
Background image

Deputy Special Representative (Political) for Afghanistan meets with ECC's leadership

24 March 2021, Deputy Special Representative of the Secretary-General, Political (DSRSG) Ms. Mette Knudsen for Afghanistan met with members of the ECC leadership at ECC. Ms. Zohra Bayan. . .

BACK TO NEWS