د (UNESP) پروژي مدیر رودلف البلینک سره د دارالانشاء عمومي رئیس لیدنه

iecc-af
Tue, May 04 2021 1:47 PM
CEO

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئيس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) مدیر سره، دوشنبه (۱۳/۲/۱۴۰۰) د دغه کمیسیون په مرکزي دفترکې ملاقات وکړ.

په دغې ناسته کې ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ۲۰۲۱ کال لپاره د (UNESP)  پروژي د پروګرامونو پلي کولو او د ۲۰۲۲ کال تر پایه پوري د یادي پروژي تمدید په اړه، بحث ترسره شو.

په پیل کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي مدیر ښاغلي رودلف البلینک، په ۲۰۲۱ کال کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارمنانو د وړتیاوو لوړولو، تخنیکي او مسلکي همکاریو په هکله معلومات وړاندې کړل.

په دغې لیدنه کې ښاغلي البلینګ د (UNESP) پروژي سره د نړیوالو مالي بنسټونو له مرستو خبر ورکړ او وویل: زموږ هڅې روانې دي تر څو دغه پروژه د ۲۰۲۲ کال تر پایه پوري دوام پیدا کړي.

نوموړي د شکایتونو کمیسیون له رهبري څخه وغوښتل چې اړونده بنستونو ته دې یو رسمي مکتوب په لیږلو سره د پروژي دوام لپاره، خپل موافقت  څرګند کړي.

وروسته  د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان له ملاتړ څخه مننه وکړه او وویل: ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون تل د نړیوالې ټولنې د همکاریو غوښتونکی دی، خو د پروژي د پلي کولو څرنګوالي په هکله یو لړ غوښتنې هم لرو چې هرو مرو ورته پام وشي. ښاغلي اعتمادي د راتلوونکو ټاکنو بهیر تقویت لپاره د پروژي تمدید یو اړین فرصت وباله.

د ناستې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د پالسي او همغږي مرستیال ښاغلي محمد یاسین همراز د پروژي تمدید په اړه، خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل او ټینګار يې وکړ چې په کمیسیون د پروژي پروګرامونو پلي کولو لپاره اړتیا دی چې په دوامداره توګه میاشتنۍ او یا هم ربعواره ناستې ترسره شي.

ښاغلي همراز زیاته کړه، د پروژي غزیدو په هکله کومه ستونزه شتون نلري خو په ټاکلي موده کې د پروګرامونو پلي کولو په اړه اندیښنې موجود دي چې باید په دې اړه د پروژي چارواکو ځانګړی او جدي پام وکړي.

CEO

CEO

CEO

CEO

CEO

Latest news

Wed, Mar 24 2021 3:36 PM
Background image

Deputy Special Representative (Political) for Afghanistan meets with ECC's leadership

24 March 2021, Deputy Special Representative of the Secretary-General, Political (DSRSG) Ms. Mette Knudsen for Afghanistan met with members of the ECC leadership at ECC. Ms. Zohra Bayan. . .

Wed, Mar 17 2021 2:06 PM
Background image

UNESP advisors meet ECC CEO

17 March 2021, Kabul United Nations Electoral Support Project (UNESP) Afghanistan advisors met Independent Electoral Complaints Commission CEO, Mr. Chaman Shah Etemadi along with. . .

Sun, Mar 14 2021 10:49 AM
Background image

ECC Press Release on Preparations for Conducting Elections in the Year 1400 [2021]

14 March 2021, Kabul The ECC has made necessary preparation for conducting Wolesi Jirga (Ghazni), provincial councils, district councils and mayoral elections. The members of the. . .

BACK TO NEWS