د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي سره د (UNESP) پروژي ستر سلاکار لیدنه

iecc-af
Tue, Jun 01 2021 3:19 PM
UNESP

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړي پروژي (UNESP) ستر سلاکار ښاغلي علي البیاتي، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي سره، نن سه شنبه (۱۱/۳/ ۱۴۰۰) د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.

  په پیل کې له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړي پروژي (UNESP) ستر سلاکار د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو پروګرامونو په اړه، هر اخیز معلومات ورکړل.

ښاغلي البیاتي وویل: د وړتیاوو لوړولو په هلکه د دغه کمیسیون د دارالانشاء پلان د پروژي له چارواکو سره شریک شوي او ټاکل شويده چې د دواړو خواوو په همغږي سره به، دغه روزنیز پروګرامونه پلي شي.

ښاغلي البیاتي زیاته کړه: هغوی د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي ته د ټاکنیزو شخړو د حل او مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځينی پروګرام په پام کې نیولی چې ټاکل شویده، یاد پروګرام د جولای میاشت په دوهمه اونۍ ترسره شي.

همدارنګه البیاتي تصریح کړه چې د شکایتونو کمیسیون د دارالانشاء کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو لپاره هم پروګرامونه په پام کې لري چې ډير ژر به پلي شي.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې، د وړتیاوو لوړولو پروګرامونو هر کلی وکړ او دغه لړی يې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړلو لپاره مثبت ګام و باله.

میرمن شینوارې، د دارالانشاء د مسلکي څانګو رئیسان او آمرین د دغه کمیسیون د ملا ستنې وبللي او د (UNESP) پروژي له چارواکو يې وغوښتل چې د وړتیاوو لوړولو پروګرامونه دي، له هیواده بهر هم جوړ کړي.

د ناستې په دوام د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي هم د روزنیزو پروګرامونو پلي کول د رهبري پلاوي د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ګټور وبلل.

ښاغلي عظیمي یاده کړه چې دا مهال د ټاکنو بهیر کوم ځانګړی عملیاتي پروګرام شتون نلري، له دې امله د روزنیزو برنامو د پلي کولو لپاره ښه او مناسب فرصت دی چې د کارکوونکو وړتیاوي لوړي شي.

همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په دغې ناسته کې د پروژي چارواکو ته ډاډ ورکړ چې د وړتیاوو لوړولو برنامو د پلي کولو لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو دی او د دارالانشاء کارکوونکي ورسره همکاري کوي تر څو ډير ژر دغه روزنیز پروګرامونه پلي کړي.

همدارنګه د دارالانشاء رئیس، اوسني شرایط د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونو لپاره د دغو پروګرامونو پیل ښه او مناسب وبلل او ټينګار يې ورکړ چې له دغه فرصت څخه باید د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو لپاره ښه ګټه پورته کړي.

په پای کې د (UNESP) پروژي چارواکو ټينګار وکړ چې ټاکل شويده د شکایتونو کمیسیون کارکوونکو لپاره آنلاین روزنیز پروګرامونه ترسره کړي چې یادو برنامو کې به د انګلیستان او امریکا پوهنتونونو له روزنیز موادو څخه کار واخیستل شي. د یادونې وړ دی چې په دغې لیدنه کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ستر سلاکار ښاغلي عبدالقدیر رؤفی هم حضور درلود.

UNESP

UNESP

UNESP

UNESP

Latest news

Tue, May 04 2021 1:47 PM
Background image

UNESP Project manager meet ECC CEO

3 May 2021 -Kabul Rudolf Elbling UNESP project manager in Afghanistan met with Independent Complaints Commission’s CEO Chaman Shah Etemadi at ECC central office today. They discussed. . .

Tue, Apr 27 2021 2:07 PM
Background image

Introducing International advisors for Independent Electoral Complaints Commission

27 April 2021, Kabul An introductory meeting between newly appointed UNESP Project Manager and Capacity Building Advisor with the ECC leadership held today at ECC office. Mr. Grant. . .

Wed, Mar 24 2021 3:36 PM
Background image

Deputy Special Representative (Political) for Afghanistan meets with ECC's leadership

24 March 2021, Deputy Special Representative of the Secretary-General, Political (DSRSG) Ms. Mette Knudsen for Afghanistan met with members of the ECC leadership at ECC. Ms. Zohra Bayan. . .

BACK TO NEWS