د ملي بیرغ ورځ نمانځ غونډه

د ملي بیرغ نمانځ غونډه نن شنبه ( ۱۶/۵/۱۴۰۰) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ترسره شوه.
دغه غونډه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس، د دارالانشاء مرستیالانو، د بیلابیلو څانګو رئیسانو، کارکوونکو او د شکایتونو کمیسیون د محافظت قطعي او د پولیسو سترتیرو په ګدون سره، د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوي وه،
په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، د هیواد دري رنګه بیرغ نمانځ غونډه کې، ملي بیرغ د هیواد د وګړو ترمنځ د یوالي، ورورولي او یو موټي کیدو سمبول و باله او ټینګار يې وکړ چې په وروستیو سلو کلونو کې ملي بیرغ وشو کړای چې په افغانستان کې میشت ټول قومونه تر یو ملي چتر لاندې سره راټول کړي.
ښاغلي اعتمادي د ملي بیرغ ورځ نمانځنه د هیوادوالو د وطن دوستی او ملي احساساتو راژوندې کولو لپاره مهمه وګڼله او زیاته يې کړه چې د هیواد ویاړلۍ بیرغ کولای شي په افغانستان کې د دښمنانونو په وړاندې د شته ورونو قومونو ترمنځ اړیکو د وصل نقطه شي
په همدې توګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د پریکړو د څیړنې او پلي کولو رئیس ښاغلي فرهاد داوري، د ملي بیرغ آدابو په اړه وضاحت ورکړ او ساتنه يې د افغانستان د هر وکړي وجیبه وبلله، نوموي زیاته يي کړه: د افغانستان دري رنګه ملي بیرغ کولای شي د هیواد دښمنانو په وړاندې د قومونو ترمنځ د یوالي لپاره ګټور شي.
د یادونې وړ دی چې د زمري ۷ مه، د هیواد د خپلواک ۱۰۱ مې کلیزي د لمانځنې مراسمو کې د بیرغ ملي ورځ په نامه ونومول شوه چې دغه ورځ هر کال د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ځانګړو غونډو جوړولو سره، نماځل کیږي.