د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لپاره د نړیوالو سلاکارانو معرفي کیدل

iecc-af
Tue, Apr 27 2021 2:07 PM
UNESP

رودلف البلینک د پروژ مدیر او ستر تخنیکي سلاکار او ښاغلی سن اف لیکا  د ظرفیت جوړونې سلاکار په توګه،  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) ټاکنېز ستر سلاکار ښاغلي ګرانت کیپن له لورې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړو ته دوشنبه (۷ / ۲ / ۱۴۰۰) د دغه کمیسسون په مرکزي دفتر کې  معرفي شول.

د (UNESP) پروژې ټاکنیز ستر سلاکار ښاغلي ګرانت کیپن په دغې ناسته کې وویل: د دغو سلاکارانو په معرفي سره، چې د نړی په بیلابیلو هیوادونو کې ټاکنیزې تجربې لري، د ټاکنیزو شکایتوتو خپلواک کمیسیون او د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژې تر منځ به د همکاریو او اړیکو نوي صفحه پرانستل شي.

همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو له دغه کمېسیون سره، د  (UNESP) پروژې مرستو او ملاتړ څخه د منني تر څنګ د نوو سلاکارانو معرفي کیدل استقبال کړل او هیله څرګنده کړه چې یاد سلاکاران وشي کولای چې د کمیسیون موخو ته د رسیدو لپار ګټور واقع شي.

په ناسته کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئيسې آغلې زهرې بیان شیوارې، نوو سلاکارانو ته د ښه راغلاست تر څنګ خپل همکارانو ته وويل: تر ‌‌‌‌‌‌ډیره باید هڅه وشي چې د سلاکارانو له تجاربو ښه او ګټوره استفاده وشي.

همدارنگه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي، د کمیسیون د مسلکي کارمنانو ظرفیت جوړونه یو له اړینو اړتیاوو څخه و شمیرله او زیاته یې کړه،  د ظرفیت جوړونې پروګرامونه باید د یو منظم پلان له مخې جوړ او پلي شي او د پایلو ارزونه یې وشي.

په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئيس ښاغلي چمن شاه اعتمادي زیاته کړه،  د ظرفیت جوړونې په برخه کې د عملي پروګرامونو طرحه کولای شي چې ټاکنیزو شکایتو خپلواک کمیسیون کې د بهرنیو سلاکارانو د کړنو موثریت مشخص کړي.

د یادونې وړ ده چې نوي معرفي شوي سلاکاران د ټاکنو په څانګه کې نړیوالې تجربي لري او ټاکل شويده چې د (UNESP) پروژې چوکاټ کې به،  د ستراتیژک پلان ، تخنیکي مسایلو او د وړتیاوو لوړلو په برخو کې له کمیسیون سره، همکاري او مرستې کوي.

UNESP

UNESP

UNESP

UNESP

UNESP

UNESP

Latest news

Wed, Mar 24 2021 3:36 PM
Background image

Deputy Special Representative (Political) for Afghanistan meets with ECC's leadership

24 March 2021, Deputy Special Representative of the Secretary-General, Political (DSRSG) Ms. Mette Knudsen for Afghanistan met with members of the ECC leadership at ECC. Ms. Zohra Bayan. . .

Wed, Mar 17 2021 2:06 PM
Background image

UNESP advisors meet ECC CEO

17 March 2021, Kabul United Nations Electoral Support Project (UNESP) Afghanistan advisors met Independent Electoral Complaints Commission CEO, Mr. Chaman Shah Etemadi along with. . .

Sun, Mar 14 2021 10:49 AM
Background image

ECC Press Release on Preparations for Conducting Elections in the Year 1400 [2021]

14 March 2021, Kabul The ECC has made necessary preparation for conducting Wolesi Jirga (Ghazni), provincial councils, district councils and mayoral elections. The members of the. . .

BACK TO NEWS