د دارالانشاء کارکوونکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس څلورمه اداري ناسته

iecc-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۴:۵۳
CEO

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس څلورمه اداري ناسته، د مالي اواداري ریاست او د بشري منابعو ریاست رئیسانو، د تدارکاتو آمریت، د ظرفیت جوړونې آمریت او د کابل ولایت د دارالانشاء آمریت آمرینو او کارکوونکو سره، یک شنبه (۱۳۹۹/۱۱/۱۹) د ستونزو او ننګونو پيژندګلوي، په بهتره توګه د کړنو ترسره کولو او د اړیکو ټنیګښت په موخه، ناسته وشوه.

په دغې ناسته کې د یادو څانګو رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو، د بودجوی، تدارکاتي، استخدام، ظرفیت جوړوني، همغږي او خدماتي ننګونو په اړه، خپل ستونزي او وړاندیزونه د دارالانشاء له عمومي رئیس سره شریک کړل.

د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د ګډونوالو وړاندیزونو له اوریدو وروسته،  د مالي، اداري، خدماتي او تدارکاتي برخو کارکوونکو له هڅو مننه وکړه او پر وخت يې د ستونزو او ننګونو په حل ټینګار وکړ.

ښاغلي اعتمادي ډاډ ورکړ چې د بیلابیلو څانګو په همغږی سره به د کارکوونکو سالم نظریات او وړاندیزونو څخه د مطرح شوو ستونزو د حل په موخه ګټه اخیستل کیږي.

CEO

CEO

CEO

CEO

CEO

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۷:۲۹
Background image

د سرتیري ملي ورځ لمانځنه

د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ یا د سرتیري ملي ورځ دوشنبه (۱۳۹۹/۱۲/۱۱) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ولمانځل شوه، په دغو مراسمو کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو ګډه ناسته

ټاکنیزو کمیسیونونو نن یکشنبه (۱۳۹۹/۱۲/۱۰) د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي بشپړيدو په موخه، خپل ګډه ناسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې ترسره کړه. په دغې ناسته کې د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۱:۵۹
Background image

له اړونده ټاکنیزو بنسټونو سره د ټاکنیزو کمیسیونونو د همغږی ناسته

په راتلونکې ۱۴۰۰ کال کې د غزني ولایت د ولسي جرګي ټاکنو، د ولایتي شورا ګانو، ولسوالیو شورا ګانو او ښاروالیو ټاکنو ترسره کیدو په موخه، له اړونده ټاکنیزو بنسټونو سره د ټاکنیزو کمیسیونونو د. . .

BACK TO NEWS