د مدیریت او رهبري ښوونیز پروګرام پیل

iecc-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۴:۴۳
Workshop

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو د دارالانشاء آمرینو ته نن شنبه (۶/۱۰/۱۳۹۹) د مدیریت او رهبري ۵ ورځنۍ ښوونیزه برنامه، د مرکزي دفتر په ښوونیز تالار کې پیل شوه.

 لومړی د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په دغه ښوونیز پروګرام کې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته يې کړه: څرنګه چې د ولایتي دفترونو د دارالانشاء آمرین د مدیریت ښې تجربي لري؛ خو بیاهم د داسې ښوونیزو پروګرامونو جوړول د رهبري او مدیریتي سیستم د لا پیاوړتیا په موخه ګټورې بلل کیږي.

ښاغلي اعتمادي له ګډون والو څخه وغوښتل چې د زده کړو له دغه فرصت څخه د خپل وړتیاوو لوړولو لپاره، ښه او ګټوره استفاده وکړي.

  د دغې ښوونیزې برنامې د تدویرونکو په وینا، یاد پروګرام د زده کړو په نوو تګلارو او ګروپی کارونو سره، پلی کیږي.

د یاونې وړ دی چې له دوه اونیو څخه راپدیخوا، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرکزي او ولایتي کارکوونکو د ظرفیت جوړونې په موخه، د مدیریت او رهبري او اړیکو او همغږي څانګو کې دوام لري چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو څخه ملاتړ پروژي   (UNESP)په مرسته دایر شویدي.

Workshop

Workshop

Workshop

Workshop

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۲:۸
Background image

د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي په اړه ملي ـ مشورتي ناسته

د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي په اړه ملي ـ مشورتي ناسته د سیاسي احزابو استازو، د مدني ټولنې بنسټونو، ټاکنو پورې اړوند د دولتي ارګانونو استازو او د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري پلاوي په ګډون. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۹:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه!

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سه شنبه (۱۳۹۹/۱۰/۳۰) د افغانستان اسلامي جمهوريت لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح سره لیدنه وکړه.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو د دارالانشاء آمرینو ښوونیز پروګرام پای

د ولایتي دفترونو د دارالانشاء آمرینو د وړتیاوو لوړولو په موخه جوړ شوي پنڅه ورځينۍ ښوونیز پروګرام چهارشنبه (۱۰/ ۱۰/ ۱۳۹۹) ماذدیګر پای ته ورسید.

BACK TO NEWS