د میلاد النبی (ص) ورځ په مناسبت د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د مبارکی پيغام!
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوی او د دارالانشاء کارکوونکي د حضرت سرورِ کاینات د مبارک میلاد د رارسېدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمان ولس ته مبارکي وايي.
هیله ده چې د نړی ټول مسلمانان او په خاصه توګه د افغانستان خلک، د بشریت ستر لارښود او رحمت العالمین خپل الګو کړي او د سولي ، ټيکاو او له تاوتریخوالي پاکي نړی لپاره هڅې وکړي.
په در نښت
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري پلاوی او د دارالانشاء کارکونکي
