د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او ځینې ټاکنیز څارونکو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک لاسلیکول

iecc-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۰:۲۶
MoU

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او ځینې ټاکنیز څارونکو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ  تفاهم لیکونه، یکشنبه (۱۳۹۸/۹/۱۰)  لاسلیک شول.

د افغانستان د ځوانانو تعلیمي او ټولنیزه موسسه،  له ماین څخه د متاثر افغانانو موسسه او د ټولنیزو ظرفیتونو خیریه بنسټ، هغه نهادونه ول چې د همغږۍ او همکارۍ تفاهم لیکونه ورسره لاسلیک شول.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرې آغلې زهره بیان شینوارې له یادو بنسټونو سره د تفاهم لیک د لاسلیکولو په وخت، د مدني ټولنې بنسټونو نظارتي نقش د ټاکنو بهیر په رڼوالي کې ګټور وباله او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او ټاکنو پورې اړوند د مدنې ټولنې تر منځ يې په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او وویل: د ناظر بنسټونو او د شکایتونو کمیسیون ترمنځ همکاري په هیواد کې د ټاکنو بهیر د چټکوالي او روڼتیا لامل کیږي.

میرمن شینوارې زیاته کړه؛ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ماموریت د ټاکنو بهیر کې د عدالت پلي کول دي او د ناظر بنسټونو همکاري کولای شي چې له دغه کمیسیون سره د ټاکنو بهیر په شفافیت او د ټاکنیز عدالت پلي کولو کې مرسته وکړي.

وروسته د ناظر بنسټونو چارواکو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیز څارونکو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د تفاهم لیک له لاسلیکولو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې دا کمیسیون د ټاکنیزې محکمې حیثیت لري او باید په خپل موقف نیونه کې تل د قانون پربنسټ جدي اوسي.

MoU

MoU

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۵:۲۲
Background image

د ملي بیرغ ورځ نمانځ غونډه

د ملي بیرغ نمانځ غونډه نن شنبه ( ۱۴۰۰/۵/۱۶) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ترسره شوه. دغه غونډه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس، د دارالانشاء. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۴:۳۶
Background image

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژې چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري پلاوي ویدیو کنفرانس

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي د تیروآنلاین بحثونو په دوام، په روان کال کې د تخنیکي او مسلکي همکاریو او د دغه کمیسیون د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو پروګرام پلي کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د بشري منابعو مدیریت ښوونیز پروګرام جوړیدل

د بشري منابعو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنۍ ښوونیز پروګرام نن یک شنبه (۱۴۰۰/۵/۱۰) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د مرکزي دفتر ښوونیز تالار کې پیل شو.

BACK TO NEWS