د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې په مشری د اداري ناستې ترسره کیدل

iecc-af
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۲۷
ADM

په مرکزي دفتر کې د اجرااتو ښه والي، ستونزو او ننګونو ته د رسیدنې او د حل لارو لټون په موخه، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اداري ناسته د کمیسیون رئیسې اغلي زهرې بیان شینوارې په مشری،  دارالانشاء رئیس او مرستیالانو، حقوقي سلاکار، رئیسانو د اړونده څانګو آمرینو په ګډون، د  پنجشنبې په ورځ (۱۴۰۰/۲/۹) ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې، د اړونده څانګو له چارواکو د هغوی فعالیتونو او کړنو په اړه، پوښتنې مطرح کړي او د دوی له ځوابونو وروسته يې، د کړنو ښه ترسره کیدو په ځانګړي توګه په چټکی سره د لاندې کارونو ترسره کیدو لپاره لازم هدایت ورکړل.

د هغو طرزالعملونو چې د تعدیل کار يې دوام لري وروستي کیدل او د تصویب لپاره د کمیشنرانو بورد ته وړاندې کول، د ذیدخله ټاکنیز بنسټونو سره د اړیکو پیاوړي کول، ټاکنو پورې اړوند د مدني ټولنې بنسټونو سره د تفاهم لیکونو تمدید، د کارکوونکو لپاره د وړتیاوو پروګرامونو پلي کول،  ذیدخله ټاکنیزو بنسټونو په همغږي او مشوري سره د کمیسیون ستراتیژک پلان چمتو کول، ټاکنو په اړه د عمومي لیدلوري سروي ترسره کیدو لپاره د یونسپ پروژي سره همکاري، د خالي بستونو استخدام، د کمیسیون د مجلې محتوا بدلون لپاره کار کول هغه موارد دي چې باید کارونه يې په چټکی سره ترسره شي. همدارنګه د کمیسیون بودجې او د کمیسیون نوي ودانۍ باندې کار ، د قراردادونو او توکو تهیه او تدارکات، په بیلابیلو برخو کې د جندر نقش په ځانګړي توګه د طرزالعملونو، د ستراتیژک پلان چمتوکولو، د کارکوونکو حاضري او استخدام په اړه هم هر اړخیز بحث ترسره شو.

د ناستې په پای کې ټولو څانګو ته دنده وسپارل شوه تر څو د خپل کارونو ښه ترسره کیدو لپاره لازم اقدامات وکړي او راتلوونکي ناستې ته د خپل کړنو او فعالیتونو  راپور  اداري ناستې ته وړاندې کړي.

ADM

ADM

ADM

ADM

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د (UNESP) پروژي مدیر رودلف البلینک سره د دارالانشاء عمومي رئیس لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئيس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) مدیر سره، دوشنبه (۱۴۰۰/۲/۱۳) د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۲۷
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې په مشری د اداري ناستې ترسره کیدل

په مرکزي دفتر کې د اجرااتو ښه والي، ستونزو او ننګونو ته د رسیدنې او د حل لارو لټون په موخه، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اداري ناسته د کمیسیون رئیسې اغلي زهرې بیان شینوارې په مشری،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لپاره د نړیوالو سلاکارانو معرفي کیدل

رودلف البلینک د پروژ مدیر او ستر تخنیکي سلاکار او ښاغلی سن اف لیکا د ظرفیت جوړونې سلاکار په توګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) ټاکنېز ستر. . .

BACK TO NEWS