د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري غړو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړي استازي سیاسي مرستیال لیدنه

iecc-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۵:۳۶
UNESP

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړي استازې سیاسي مرستیالې میرمن مته نودسن (H.E Mette Knudsen) ا ورسره پلاوي، چهارشنبه (۱۴۰۰/۱/۴) د ټآکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري غړو سره د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.

په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې میرمن زهره بیان شینوارې آغلې نودسن او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست وويل او د ټاکنو بهیر څخه د ملګرو ملتونو سازمان له تخنیکي، مالي او سیاسي ملاتړ څخه مننه وکړه.

میرمن شینوارې، ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ټاکنیز عدالت پلي کولو لپاره ټاکنیزه محکمه وبلله او د ټاکنیز عدالت تامین لپاره يې د دغه کمیسیون په ارزښت، د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي نهایي کولو، د غزني ولایت د ولسي جرګي ټاکنو، د ولایتي او ولسوالیو شورګانو او د ښاروالیو ټاکنو لپاره د شکایتونوکمیسیون کړنو او راتلوونکو پلانونو په اړه، هر اخیزې خبرې وکړي.

نوموړي د ټاکنو بهیر اعتراضونو او شکایتونو ته د رسیدنې او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په بیلابیلو برخو کې د ملګرو ملتونو سازمان د همکاري د دوام غوښتونکي شوه.

میرمن نودسن د دې خبرې ترڅنګ چې باید په ټاکنو کې د ولس اراده تمثیل شي او خلک باید په ټاکنو او دموکراسی باورد پیدا کړي، د خپل تجاربو، راروانو ټاکنو او د سولي بهیر په اړه يې  خپل نظریات شریک کړل او د ټاکنو بهیر څخه يې د ملاتړ او همکاري ژمنه وکړه.

د ناستې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي او د کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار د ټاکنو بهیر څخه د ملګرو ملتونو سازمان له همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه او د ټاکنو بهیر په اړه يې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړي استازي سیاسي مرستیالې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

UNESP

UNESP

UNESP

UNESP

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو ته د کرونا واکسین لومړي دوز تطبیق

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو ته د کرونا واکسین لومړی دوز، نن سه شنبه (۱۴۰۰/۳/۲۵) د روغتیا وزارت سیارو واکسیناتوران لخوا تطبیق شو.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي سره د (UNESP) پروژي ستر سلاکار لیدنه

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړي پروژي (UNESP) ستر سلاکار ښاغلي علي البیاتي، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي سره، نن سه شنبه (۱۱/۳/ ۱۴۰۰) د دغه کمیسیون په مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۵:۳۹
Background image

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړي پروژي چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس لیدنه

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژي(UNESP) سلاکارانو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي سره نن چهارشنبه(۵/۳/ ۱۴۰۰) په مرکزي دفتر کې. . .

BACK TO NEWS