د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو سره د دارالانشاء عمومي رئیس دریمه ناسته

iecc-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۴:۱۱
CEO

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو سره د دارالانشاء عمومي رئیس د ناستو لړی په دوام، نن شنبه (۱۳۹۹/۱۱/۱۸) د مقام دفتر ریاست، د داخلي پلټني ریاست، حقوقي مشاوریت، له ولایتونو سره د اړیکو آمریت، د معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت (IT) او د جندر آمریت کارکوونکو سره، ناسته ترسره کړه.

د دغې ناستې په لومړی برخه کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي  دا اداري پراختیا، د همغږيو رامنځته کول او په موقع د اجرااتو ترسرکولو په اړه، د نظریاتو، وړاندیزنو، نیوکو، ننګونو او حل لار پیدا کولو په موخه، د دا ډول ناستو ترسره کول اړین وبلل.

نوموړي زیاته کړه، د یو اداري ودې او پرمختګ کې د ټولو برخو همکاریو ته اړتیا او جمعي هڅې الزامي ګڼل کیږي،  د دارالانشاء عمومي رئیس د شکایتونو کمیسیون په ټولو برخو کې د همکاریو او د لاښې همغږي رامنځته کولو غوښتوونکی شو.

د ناستې په دوام  د یاد شوو څانګو مسوولانو او کارکوونکو د  دا ډول ناستو ترسره کیدو هرکلی وکړ او د اداري د کارونو ښه والي او  ننګونو په اړه يې، خپل نظریات او وړاندیزونه د دارالانشاء له رئیس سره شریک کړل.

په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس، د کارکوونکو د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوی ستونزو او ننګونو ته به رسیدنه کوي په اړه به يې اړین اقدامات ترسره کوي.

CEO

CEO

CEO

CEO

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۷:۲۹
Background image

د سرتیري ملي ورځ لمانځنه

د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ یا د سرتیري ملي ورځ دوشنبه (۱۳۹۹/۱۲/۱۱) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ولمانځل شوه، په دغو مراسمو کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو ګډه ناسته

ټاکنیزو کمیسیونونو نن یکشنبه (۱۳۹۹/۱۲/۱۰) د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي بشپړيدو په موخه، خپل ګډه ناسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې ترسره کړه. په دغې ناسته کې د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۱:۵۹
Background image

له اړونده ټاکنیزو بنسټونو سره د ټاکنیزو کمیسیونونو د همغږی ناسته

په راتلونکې ۱۴۰۰ کال کې د غزني ولایت د ولسي جرګي ټاکنو، د ولایتي شورا ګانو، ولسوالیو شورا ګانو او ښاروالیو ټاکنو ترسره کیدو په موخه، له اړونده ټاکنیزو بنسټونو سره د ټاکنیزو کمیسیونونو د. . .

BACK TO NEWS