د (UNESP) پروژې چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري پلاوي ویدیويې کنفرانس

iecc-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۴:۷
Online

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي، د دغه کمیسیون د لوړ پوړي چارواکو، رئیسانو او  کارکوونکو د ظرفیت جوړونې پروګرام په هکله، پرون چهارشنبه ( ۶/۵/۱۴۰۰) د یو ګډ ویدیو کنفرانس له لیارې د یونسیپ (UNESP)  پروژې له چارواکو سره بحث وکړ.

په دغه ویدیو کنفرانس کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري پلاوي غړو، د UNESP)) پروژې د ظرفیت جوړونې له فعالیتونو او پروګرامونو څخه مننه وکړه او د ښونیزو پروګرامونو د موثریت او لا ښه ترسره کیدو په موخه يې خپل نظریات، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژې له چارواکو سره شریک کړل.

په دغه ویدیو کنفرانس کې د یادې پروژې چارواکو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له همکاریو څخه هم مننه وکړه او د شکایتونو کمیسیون د رهبري پلاوي نظریاتو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره يې د خپل همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

ټاکل شويده چې په روانه میاشت کې د ظرفیت جوړونې ۱۰ پروګرامونه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لوړپوړو چارواکو او کارکوونکو ته په هیواد دننه او بهر کې، له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژې له خوا جوړ او پلي شي.

Online

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۵:۲۲
Background image

د ملي بیرغ ورځ نمانځ غونډه

د ملي بیرغ نمانځ غونډه نن شنبه ( ۱۴۰۰/۵/۱۶) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ترسره شوه. دغه غونډه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس، د دارالانشاء. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۴:۳۶
Background image

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژې چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري پلاوي ویدیو کنفرانس

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي د تیروآنلاین بحثونو په دوام، په روان کال کې د تخنیکي او مسلکي همکاریو او د دغه کمیسیون د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو پروګرام پلي کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د بشري منابعو مدیریت ښوونیز پروګرام جوړیدل

د بشري منابعو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنۍ ښوونیز پروګرام نن یک شنبه (۱۴۰۰/۵/۱۰) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د مرکزي دفتر ښوونیز تالار کې پیل شو.

BACK TO NEWS