د مدیریت او رهبري ښوونیز پروګرام پیل

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو د دارالانشاء آمرینو ته نن شنبه (۶/۱۰/۱۳۹۹) د مدیریت او رهبري ۵ ورځنۍ ښوونیزه برنامه، د مرکزي دفتر په ښوونیز تالار کې پیل شوه.
لومړی د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په دغه ښوونیز پروګرام کې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته يې کړه: څرنګه چې د ولایتي دفترونو د دارالانشاء آمرین د مدیریت ښې تجربي لري؛ خو بیاهم د داسې ښوونیزو پروګرامونو جوړول د رهبري او مدیریتي سیستم د لا پیاوړتیا په موخه ګټورې بلل کیږي.
ښاغلي اعتمادي له ګډون والو څخه وغوښتل چې د زده کړو له دغه فرصت څخه د خپل وړتیاوو لوړولو لپاره، ښه او ګټوره استفاده وکړي.
د دغې ښوونیزې برنامې د تدویرونکو په وینا، یاد پروګرام د زده کړو په نوو تګلارو او ګروپی کارونو سره، پلی کیږي.
د یاونې وړ دی چې له دوه اونیو څخه راپدیخوا، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرکزي او ولایتي کارکوونکو د ظرفیت جوړونې په موخه، د مدیریت او رهبري او اړیکو او همغږي څانګو کې دوام لري چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو څخه ملاتړ پروژي (UNESP)په مرسته دایر شویدي.