اطلاعاتو د لاس رسي قانون او د اطلاعاتو د آنلاین غوښتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام

iecc-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۶:۱۹
Info

اطلاعاتو د لاس رسي قانون او له دولتي ادارو څخه د آنلاین اطلاعاتو غوښتنې په اړه، د عامه پوهاوي رزونیز پروګرام اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون په همکاری د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د دوشنبې په ورځ (۹/۷/۱۳۹۹) دایر شو.د دغه پروګرام پرانسته کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړلو څخه مننه وکړه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارالانشاء رئیس د ښې حکومتولۍ رامنځته کیدو لپاره اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نقش مهم او ارزښتناک وباله او وویل: د یموکراتیک او ولسواک حکومت د ټاکنو لخوا  خپل مشروعیت ترلاسه کوي، نو ولسواک حکومتونه اړ دي چې خپل کړنو او اجرااتو په اړه، ولس ته حساب ورکړي او وګړو لپاره اطلاعاتو ته د لاس رسي زمیني برابري کړي.

همدارنګه نوموړي وویل:  لکه څرنګه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون، خپل کړنو څخه ولس ته د اطلاعاتو ورکوني په برخه کې ښه وو، خو دا بسنه نکوي او باید په راتلوونکي کلونو کې دغه کمیسیون هیوادوالو لپاره، اطلاعاتو ته د لاس رسي آسانه زمینې چمتو کړي ترڅو ښه وځلیږي.

وروسته اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون کمیشنر ښاغلي حمد الله ارباب، د هیواد په پرمختګ کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په ځانګړتیاوو او اغیزو، اطلاعاتو ته د لاس رسي حق ارزښت، د متقاضیانو شکایتونو ته رسیدنه، او اطلاعاتو د لاس رسي بهیر څخه څارنه او اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون کړنو او اجرااتوو په اړه يې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي ارباب په دولتي ادارو کې د اطلاعاتو پټولو فرهنګ د زیاتیدو په اړه خواشیني څرګنده او زیاته يې کړه، که چیرته د فساد موضوع په منځ کې نه وي، نو هیڅ دلیل شتون نلري چې اطلاعات ولس ته ورنکړل شي.

همدارنګه نوموړي وویل: په ولسواک او دیموکراتیکه ټولنو کې خلک حق لري تر څو په دولتي ادارو کې موجود اطلاعاتو ته، پرته له محرمو اسنادو څخه لاس رسی ولري، ځکه اطلاعاتو ته لاس رسی د خلکو د ښه ژوند په شرایطو، شفافیت او حساب ورکوني په اړه، مستقیم اغیز لري او خلکو ته د څارني زمیني برابروي.

همدارنګه د دغه پروګرام په دوام سره له غرمي وروسته اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیشنرې میرمن زهرا موسوي اطلاعاتو ته د وکړو په لاس رسي ټینګار وکړ او د کره معلومات ورکړه يې د خلکو او حکومت ترمنځ د اعتماد جوړوني لامل وباله. میرمن موسوي وويل: اطلاعاتو د لارسي حق او په دې برخه کې د خلکو مشارکت کولای شي چې دولت کنترول کړي.

د پروګرام په وروستی برخه کې اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون رزونکو اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون، د دولتي ادارو څخه د اطلاعاتو ترلاسه کولو په کړنلارو او په آنلاین توګه د اطلاعاتو د لاس رسي سیستم ګډونوالو ته تشریح کړل.

د ناستې په پای کې د اطلاعاتو د لاس رسي کمیسیون کمیشنر او روزنکو لخوا د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوي، د یادونې وړ دی چې دغه پروګرام په ۳ ځانګړو وختونو کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست لخوا د ظرفیت جوړونې آمریت په همکاری تنظیم شوی چې په دغه پروګرام کې د شکایتونونو کمیسیون د مرکزی دفتر او د کابل ولایت کارکوونکو ګډون کړی وو.

Info

Info

Info

Info

Info

Info

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو ملاتړ پروژي مدیر سره، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې اغلې زهرې بیان شینوارې او دارالانشاء عمومي رئيس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو ملاتړ پروژي (UNESP) مدیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۶:۱۹
Background image

اطلاعاتو د لاس رسي قانون او د اطلاعاتو د آنلاین غوښتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام

اطلاعاتو د لاس رسي قانون او له دولتي ادارو څخه د آنلاین اطلاعاتو غوښتنې په اړه، د عامه پوهاوي رزونیز پروګرام اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون په همکاری د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۶:۱۱
Background image

د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو موسسې له چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو موسسې ( فیفا ) له چاروکو سره، دو شنبه (۱۳۹۹/۶/۳۱) په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS