د اساسي قانون د تصویب د شپاړسمې کلیزې لمانځنه

iecc-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۴:۵۹
Afg Constitution

د هیواد اساسي قانون د تصویب شپاړسمه کلیزه نن دوشبنه (۱۳۹۸/۱۰/۱۶) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کميسیون په مرکزي دفتر کې ولمانځل شوه.
په دغه غونډه کې چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې کمیسیون د رهبري غړو، د شکایتونو کمیسیون د دارلانشاء رئیسانو او کارکوونکو ګډون درلود، ویناوالو د اساسي قانون په تاریځې موخینې، په ټولنه او همدارنګه په سیاسي نظامونو باندې د هیواد د اساسي قانون ارزښت او څرنګوالي په اړه خبري وکړي.
لومړی د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارلانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د افغانستان اساسي قانون په تاریخې سیر باندې خبرې وکړي او هیله څرګنده کړه چې د اوسني اساسي قانون تصویب وکولای شي د افغانستان خلکو ته د هوسا او ښه ژوند زمینې چمتو کړي.
وروسته د ټاکنیزو شکایتونوخپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي د اساسي قانون په اسلامي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزارزښتونو او بیلابیلو ابعادو په اړه معلومات وړاندې کړل.
داکتر الیاسی وویل: اساسي حقوق، اداري حقوق، حقوق بشر او سیاسي نظام د  افغانستان په اساسي قانون راڅرخي او هیڅ داسې فرعي  قانون نشي تصویب کیدای چې له اساسي قانون سره په ټګر کې وي. ښاغلي الیاسي د هیواد اساسي قانون په سیمه کې بې بدیله وګاڼه خو زیاته يې کړه د اساسي قانون یو شمیر تناقضي موادو ته په پام سره، دا قانون تعدیل ته اړتیا لري.
په همدې توګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار چې د هیواد اساسي قانون د تسوید بهیر کې يې حضور درلود، د افغانستان د اساسي قانون د تسوید د بیلابیلو پړاونو په اړه يې ګډوالو ته معلومات وړاندې کړل او زیاته يې کړه، د دغه قانون د تصویب لپاره د علمي او حقوقي څيړنو برسیره د هیواد له یو میلیون وګړو څخه ټول پوښتنه هم ترسره شوي ده.
د ناستې په دوام کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې کمیسیون کمیشنر ښاغلي داکتر عبدالروف هروي وویل: د افغانستان اساسي قانون د یو ملي وثیقې په توګه د دولتي بنسټونو واکونه مشخص کړي او په دغه قانون کې، د وګړو حقوق، د بیان آزادي، د اقلیتونو حقوق، دیني او مذهبي آزادی ضمانت شويدي.
په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي هم وینا وکړه او وویل: وضعي قوانین تاریخې او اسلامي ریښې لري او اسلامي شریعت سره په ټکې کې نه دی. ښاغلي عظیمي زیاته کړه؛ د دغه قانون پلي کول د یو ملي وثیقه په توګه باید د ټولو لپاره معیار وي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې کمیسیون څخه وغوښتل چې هغه بنسټونه چې اساسي قانون يې نقض کړی، هیوادوالو ته وروپيژني، له هغه پرته به دا کمیسیون خپل اعتماد له لاسه ورکړي.

Afg Constitution

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۹ - ۸:۱۳
Background image

د لوی اختر په مناسبت د مبارکی پیغام

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون؛ د لوی اختر را رسیدو له امله چې د مسلمانانو د یوالي نښه او د حضرت ابراهیم خلیل الله د قرباني یادونه ده، د نړی ټولو مسلمانانو په ځانګړي توګه قدرمنو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۱۷:۴۹
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د اداري ناستې ترسره کیدل

محترمه زهره بیان شینواری رئیس کمیسیون مستقل شکایات انتخاباتی امروز مورخ (۱۳۹۹/۳/۱۴) در سالون کنفرانس های این کمیسیون با مسئولان دارالانشاء و روسای دفتر مرکزی در پیوند به عملکرد گذشته و. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د ښځو نړیوالې ورځ څخه نمانځنه

د مارچ اتمه د ښځو پیوستون نړیوالې ورځ چهارشنبه (۲۱/۱۲/ ۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. د دغو مراسمو په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک. . .

BACK TO NEWS