د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ( فیفا ) مشر محمد یوسف رشید د شهادت په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مطبوعاتي اعلامیه

iecc-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۲:۵۸
dyed

چهارشنبه ۳ جدی ۱۳۹۹ / کابل

 په ډيره خواشنۍ سره نن سهار د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ( فیفا ) مشر محمد یوسف رشید د یو تروریستي برید له امله په شهادت ورسید او روح يې حق ته وسپاره.

انالله و انا الیه راجعون

ښاغلی محمد یوسف رشید د مدني ټولنې یو مخکښ غړی او د ټاکنو ملي بهیر د داخلي شریکانو یو له با ارزښته اړخونو څخه ګڼل کیده چې تل يې په هیواد کې د ولسواکۍ لپاره له ټاکنیزو کمیسیونونو سره هڅې او همکاري کړي وي، له شکه پرته د هغه سپیڅلي شهید رښتیني هلي ځلي د دموکراسۍ او ولسواکۍ د بنسټیزو کیدو لپاره نه هیرودونکي دي.

 د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیس، د رهبري غړي او د دارالانشاء کارکوونکي د هغه پاک شهید کورنی او همکارانو ته د خواخوږي ژور مراتب وړاندې کوي، او د الله ج له ستر درباره څخه د هغه شهید روح  او په هیواد کې د وروستیو پیښو شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو د عاجلي روغتیا هیله کوي

 د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون دغه ترورستي برید په کلکو ټکوغندې او د هیواد له امنیتي ارګانونو څخه غواړي چې د دغې ناوړي پيسې هر اړخیزه څيړنه وکړي، عاملین يې وپیژني او د عدالت منګلوته يې وسپاري.  همدارنګه په هیواد کې د مدني فعلانو د امنیت خوندیتوب لپاره خپل هڅې کړندی کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د فیفا موسسې له چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې دوشنبه (۱۳۹۹/۱۱/۶) د افغانستان آزاد او عادلانه ټاکنو(فیفا) موسسې له چارواکو سره، د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۲:۸
Background image

د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي په اړه ملي ـ مشورتي ناسته

د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي په اړه ملي ـ مشورتي ناسته د سیاسي احزابو استازو، د مدني ټولنې بنسټونو، ټاکنو پورې اړوند د دولتي ارګانونو استازو او د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري پلاوي په ګډون. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۹:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه!

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سه شنبه (۱۳۹۹/۱۰/۳۰) د افغانستان اسلامي جمهوريت لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح سره لیدنه وکړه.

BACK TO NEWS