د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو موسسې له چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس لیدنه

iecc-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۶:۱۱
CEO

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو موسسې ( فیفا )  له چاروکو سره، دو شنبه (۱۳۹۹/۶/۳۱) په خپل کاري دفتر کې ملاقات وکړ. په دغه لیدنه کې د یادې موسسې لخوا جوړه شوي د ټاکنیزو اصلاحاتو او راتلوونکو ټاکنو لپاره د چمتوالي طرحه، د فیفا موسسې چارواکو لخوا د شکایتونو کمیسیون د دارالانشاء رئیس ته وړاندې شوه.

د فیفا موسسې اجرائیوي رئیس ښاغلي نعیم اصغري د دغې طرحي تسلیمۍ په وخت کې وویل: دغه ۳۰ پاڼیزه طرحه، د تیرو تجاربو او تخنیکي او مسلکي څیړنو څخه وروسته بشپره شويده.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، د یادې طرحې له وړاندې کیدو څخه مننه وکړه او وویل: د ښه او جامع ټاکنیزه طرحه کولای شي چې په افغانستان کې د دیموکراسی بهیر تقویت کړي. ښاغلي اعتمادي ټینګار وکړ چې اړتیاوو ته په پام سره، له دغې طرحې څخه به د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په طرحو او لوایحو کې هم ګټه واخلي.

د ناستې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د پالیسي او همغږي مرستیال ښاغلي محمد یاسین همراز، دا ډول طرحي د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر لپاره ګټورې وبللي او هیله څرګنده کړه چې په دغې طرحه کې اصلاحي وړاندیزونه د حل لارو سره، مشخص شوي وي.

CEO

CEO

CEO

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د ټاکنو قانون د تعدیل کمیټې ناستې ترسره کیدل

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ټاکنو قانون د تعدیل او ایزاد د طرحي کمیټې ناسته، نن يکشنبه (۹ / ۹/ ۱۳۹۹) د شکایتونو کمیسیون د رهبري غړو، ستر سلاکار او د موظفه کمیټې غړو په ګډون سره،. . .

شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۰:۲۹
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء تخنیکي ناسته

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء تخنیکي ناسته پنجشنبه ( ۶/ ۹/ ۱۳۹۹) د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنوڅخه د ملاتړ پروژي سند د ارزوني په موخه ترسره شوه، دغه ناسته چې د. . .

شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۰:۲۳
Background image

ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د جندر ناستې ترسره کیدل

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د جندر ناسته، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهري بیان شینوارې، د دارالانشاء د شکایتونو او اعتراضونو د رسیدنې مرستیالې آغلې پلوشي فضلي او. . .

BACK TO NEWS