د جمهوري ریاست له نوماندانو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشورتي او د همغږي ناسته
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړو د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست نوماندانو په ګډون د ولسمشریزو ټاکنو او د ټاکنیزو مبارزو دورې په اړه مشورتي او د همغږي ناسته، د جمعې په ورځ (۴/۵/۱۳۹۸) په کابل کې جوړه کړه.
د دغې ناستې په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کميسیون رئیسې آغلې میرمن زهره بیان شینوارې لخوا د جمهوري ریاست نوماندانو او دهغوی استازو ته ښه راغلاست وویل شو، میرمن شینوارې د ټاکنو بهیر یو ملي بهیر وباله او له ټولو انتخاباتي شریکانو څخه يي د رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو ترسره کیدو په اړه، د مرستې غوښتنه وکړه. د شکایتونو کمیسیون رئیسې، د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ټاکنیز اعتراضونو او شکایتونو ته به د قانون پر بنسټ رسیدنه کوي.
میرمن شینوارې وویل: د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست د ټاکنیزو مبارزو کمپاین، د روان کال د زمرې له ۶ مې نيټې پیل او تر ۶۰ ورځو پورې به دوام وکړي. نوموړي د جمهوري ریاست له ټولو نوماندانو وغوښتل چې د ټاکنیزو کمپاینونو په اړه خپل شکایتونه او اعتراضونه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې ثبت؛ تر څو رسیدګي ورته وشي.
همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي او اویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي هم د ټاکنیزو مبارزي دورې د شکایتونو او اعتراضونو ثبت او رسیدنې په اړه د کمیسیون په چمتوالي ټینګار وکړ او زیاته يي کړه چې دا کمیسیون هڅه کوي تر څو د ټاکنو ملي بهیر څخه نظارت وکړي او ټاکنیز عدالت تامین کړي.
د ناستې په لړ کې د ټاکنیزو ټيمونو استازو په نوبت سره خپل نظریات او مشورې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړو سره شریکې کړي. دوی، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له غړو د رڼو ټاکنو، په شفاف ډول ټاکنیزو تخطیو او تخلفاتو ته رسیدنه، له وخته مخکي د کمپاین کولو مخینوي او په ټاکنو د عدالت غوښتونکي شول.
ټاکنیز ټیمونه په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم څخه په ګټه اخیستنې ټینګار وکړ، تر څو د پراخه تخلفاتو څخه مخنوی او همدارنګه د شکایتونو حجم هم را ښکته شي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار هم د جمهوري ریاست ټاکنو اعتراضونو او شکایتونو د رسیدګۍ په موخه، په طرزالعملونو او لوایحو کې له اصلاحاتو څخه ډاډ ورکړ او زیاته يي کړه: شکایتونو کمیسیون په بشپړ خپلواکي سره ټولو ټاکنیزو قضایاوو ته رسیدنه کوي.
همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمی له انتخاباتي شریکانو وغوښتل چې ټول سره لاسونه یو کړي او د ټاکنو په شفافیت خپل سهم ادا تر څو دا ملي بهیر سره یو ځای بریالۍ کړو.
ښاغلي عظیمي ټاکنیز ټیمونو ته په خطاب کې وویل: موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې ټول اعتراضونو او شکایتونو به رسیدګي کیږي او ټاکنیز عدالت به تامین شي.
د غونډې په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي محمد قاسم الیاسي د غونډې مهم موضوعات جمع بندي کړل او د جمهوري ریاست له نوماندانو يي وغوښتل چې د ټاکنیزو مبارزو لایحه او رفتاري اصول چې د شکایتونو کمیسیون له خوا خپاره شوي، مطالعه او د هغو په مطابق خپل کړنې ترسره کړي.


