د لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رئیس پیغام

iecc-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۵:۱۲
د رئیسه پیغام

د لوی اختر رارسیدل چې د مسلمانانو د خوشحالیو، ورورولۍ او یو والي ستره نښته ده، د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني، اجراييه رئیس جلالتماب عبدالله عبدالله او د دوی ښاغلي مرستیالان، ښاغلي قاضي القضات، ښاغلی لوی څارنوال، د مشرانو او ولسي جرګي ښاغلي رئیس صاحبانو او غړو، د کابینه محترم غړي او د افغانستان ستر او ویاړلي ملت ته د زړه له کومي مبارکي وایم او هیله لرم چې ددي مبارکو ورځو له برکت په ګران افغانستان کې د  دردونو او غمونو لړی د تل لپاره ټوله او د ابراهیمی اختر په رارسیدو سره د سولي، بریالیتوب او صمیمیت فضا د هیواد په ګوټ ګوټ کې خوره شي.

درنو هیواد والو! هیله منده یم  چې د روان کال ولسمشریزي ټاکنې ستاسو په پراخه ګډون سره د سولي او امنیت په فضا کې  پای ته ورسوو.

  د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټاکنیز عدالت پلی کول او ستاسو قدرمنو هیواد والو ټاکنیزو شکایتونو ته په موقع رسیدنه  خپل مسوولیت او دنده ګڼې  او په اړه يي پوره ژمنتیا او چمتوالی لري.

  په پای کې د ستر څښتن تعالی له دربار څخه تاسو ته یو نیکمرغه، خوشحاله او سوکاله اخترغواړم او هیله ده چی خوشحالی مو په ډاډمنه او آرامه فضا کی ترسره شی.

 

په درنښت

زهره بیان شینواری

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۱۷:۴۹
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د اداري ناستې ترسره کیدل

محترمه زهره بیان شینواری رئیس کمیسیون مستقل شکایات انتخاباتی امروز مورخ (۱۳۹۹/۳/۱۴) در سالون کنفرانس های این کمیسیون با مسئولان دارالانشاء و روسای دفتر مرکزی در پیوند به عملکرد گذشته و. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د ښځو نړیوالې ورځ څخه نمانځنه

د مارچ اتمه د ښځو پیوستون نړیوالې ورځ چهارشنبه (۲۱/۱۲/ ۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. د دغو مراسمو په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د سرتیري ملي ورځ نمانځنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د هیواد امنیتي ځواکونو ملي ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ (۱۵/۱۲/۱۳۹۸) ونمانځل شوه. په دغو مراسمو کې د کمیسیون رهبري غړو د امنیت. . .

BACK TO NEWS