د مدني ټولنې یو شمیر بنسټونو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

iecc-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۴:۱۲
Meeting

د مدني ټولنې بنسټونو مجمتع (مجما)، د معلولینو د بیا ځواکمنتیا موسسه ( ابرار) او د ملی د موکراتیک انستیتوت (NDI) چارواکو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره دوشنبه (۵/۱۲/۱۳۹۸) د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.

په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینواري د ناظر ټاکنیز بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیز اعتراضونو او شکایتونو د ثبت او رسیدنې بهیر په اړه يي لنډ معلومات وړاندې کړل.

میرمن شینوارې ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون خپل دندې د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو پر بنسټ ترسره کړي دي.

د غونډې په دوام سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي د استینافي اعتراضونو په اړه د کمیسیون پریکړو په هکله توضیحات ورکړل.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د ناظر ټاکنیز بنسټونو څخه وغوښتل چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپل لیدلوري او راپورنه له هیوادوالو سره شریک کړي.

همدارنګه د مدني ټولنې د ناظر بنسټونو مسوولانو د هیواد اوسني وضعیت په اړه خپل اندیښنې څرګندې کړي او ټینګار يې وکړ چې افغانستان له جدي ګواښ سره مخ دی او باید اوسني ټاکنیز بن بست لپاره د حل یو لار پیدا شي.

هغوی زیاته کړه چې د ناظر بنسټونو دنده د ټاکنو د پایلو رد او یا تایید نه دی خو کولای شي چې د ټاکنو په اړه خپل موندنې او راپورونه له ټاکنیزو کمیسیونونو سره شریک کړي.

د دغې ناستې په پای کې ناظر ټاکنیز بنسټونو د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپل د نظارتي موندونو راپورونه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري غړو ته وړاندې کړل. د هغوی په وینا، په دغو راپورونو کې د جمهوري ریاست ټاکنو ستونزي او ننکوني په ګوته شوي چې کولای شي ټاکنیزو کمیسیونونو سره مرسته وکړي.

Meeting

Meeting

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د ښځو نړیوالې ورځ څخه نمانځنه

د مارچ اتمه د ښځو پیوستون نړیوالې ورځ چهارشنبه (۲۱/۱۲/ ۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. د دغو مراسمو په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د سرتیري ملي ورځ نمانځنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د هیواد امنیتي ځواکونو ملي ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ (۱۵/۱۲/۱۳۹۸) ونمانځل شوه. په دغو مراسمو کې د کمیسیون رهبري غړو د امنیت. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د مدني ټولنې یو شمیر بنسټونو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

د مدني ټولنې بنسټونو مجمتع (مجما)، د معلولینو د بیا ځواکمنتیا موسسه ( ابرار) او د ملی د موکراتیک انستیتوت (NDI) چارواکو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره دوشنبه (۵/۱۲. . .

BACK TO NEWS