د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو ملاتړ پروژي مدیر سره، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

iecc-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
ALB

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې اغلې زهرې بیان شینوارې او دارالانشاء عمومي رئيس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو ملاتړ پروژي (UNESP) مدیر ښاغلي علي البیاتي سره، د یک شنبې په ورځ (۱۳۹۹/۷/۲۷) ملاقات وکړ.

دغه لیدنه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، لومړی ښاغلي علي البیاتي له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون سره، د ملګرو ملتونو سازمان د همکاري په دوام او څرنګوالي په اړه، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او وویل: د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو ملاتړ پروژه (UNESP) اوس مهال په افغانستان کې د راتلوونکي کال احتمالي ټاکنو ترسره کیدو لپاره پلانونه جوړوي او اړتیاوي يې مشخصوي.

ښاغلي البیاتي زیاته کړه، ډير ژره به د پروژي بودجه سند په اړه، د شکایتونو په کمیسیون کې پرزنتیشن وړاندې کړي. تر څو د شکایتونو کمیسیون چارواکي د هغې له مخې تصمیم ونیسي او ژره ترژره د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون او د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو ملاتړ پروژي ترمنځ هوکړه لیک، لاس لیک شي.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئيسې آغلې زهرې بیان شینوارې، د ټاکنو ترسره کیدو لپاره، د ملګرو ملتونو سازمان له همکاریو مننه وکړه. نوموړي د دغې پروژي په اړه بحث او د نظریاتو شریکول ګټور وبلل او د پروژي له مدیر څخه يې وغوښتل چې د شکایتونو کمیسیون وړاندیزونه اړتیاوو ته په پام سره، د پروژي په سند کې شامل کړي.

میرمن شنیوارې ټینګار وکړ چې د دغې موضوع د پای ته رسیدو په موخه، باید د کمیسیون دارالانشاء  او ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو ملاتړ پروژي ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي تر څو د پروژي سند نهایي او لاسلیک ته چمتو شي.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شان اعتمادي، د تیر کال پروژي سند کې د دغه کمیسیون وړاندیزونو نه شاملیدو په هکله انتقاد وکړ او ژمنه يې وکړه چې د شکایتونو کمیسیون ټول وړاندېزونه به د یاد پروژي آدرس ته ډير ژر واستوي.

په پآی کې د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو ملاتړ پروژي (UNESP) مدیر ژمنه وکړه چې په دې اړه به خپل هیڅ ډول همکاري نه سپموي.

ALB

ALB

ALB

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د ټاکنو قانون د تعدیل کمیټې ناستې ترسره کیدل

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ټاکنو قانون د تعدیل او ایزاد د طرحي کمیټې ناسته، نن يکشنبه (۹ / ۹/ ۱۳۹۹) د شکایتونو کمیسیون د رهبري غړو، ستر سلاکار او د موظفه کمیټې غړو په ګډون سره،. . .

شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۰:۲۹
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء تخنیکي ناسته

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء تخنیکي ناسته پنجشنبه ( ۶/ ۹/ ۱۳۹۹) د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنوڅخه د ملاتړ پروژي سند د ارزوني په موخه ترسره شوه، دغه ناسته چې د. . .

شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۰:۲۳
Background image

ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د جندر ناستې ترسره کیدل

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د جندر ناسته، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهري بیان شینوارې، د دارالانشاء د شکایتونو او اعتراضونو د رسیدنې مرستیالې آغلې پلوشي فضلي او. . .

BACK TO NEWS