د هرات ولایت د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمیسیون څخه د شکایتونو مرکزي کمیسیون لوړ پوړې پلاوي لیدنه

iecc-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۸ - ۱۶:۲۳
Herat

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې او د دغه کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي د هرات ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د چمتوالي او کاري وضعیت د څرنګوالي په موخه، هرات ولایت ته سفر وکړ او د سه شنبې په ورځ يې (۲۶/۶/۱۳۹۸) له ولایتي دفتر څخه لیدنه وکړه.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لوړ پوري پلاوي له ولایتي کمیشنرانو او د هرات ولایت د دارالانشاء آمر سره لیدنه وکړه او دوی کاري دفترونه يې له نیږدې ولیدل او همدارنګه د ولایتی کمیسیون له مسلکي او اداري کارمندانو سره يې جلا ملاقاتونه هم درلودل او د هغوی کاري ستونزي يې واوریدي.

په دغو ناستو کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې او منشي د هرات کمیسیون له رهبري غړو وغوښتل چې د خپل کاري او دفتري ننګوني او ستونزي فهرست وار ترتیب او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره دي یوځای کړي تر څو ژر ترژره ورته رسیدګي وشي.

همدارنګه پلاوي  په هرات ولایت کې میشت د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له ولایتي کمشنرانو څخه وغوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ناظمینو او د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو  نوملړ چې په نیږدې راتلوونکو کې به استخدام شي، د شکایتونو کمیسیون مرکزي دفتر ته راوستوي.

وروسته د هرات ولایتي کمیشنرانو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو لپاره د خپل برنامو او چمتوالي په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لوړ پوري پلاوي ته هر اړخیز معلومات ورکړل او ډاډ يې ورکړ چې دوی د راروانو ټاکنو د شکایتونو رسیدګۍ لپاره بشپړ چمتوالۍ لري.

په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ولایتي چارواکو، د محلي مسوولانو همکاري، په ځانګړي توګه د هرات ولایت مقام او امنیتي ارګانونو همکاري د قناعت وړ وبلله او په دې اړه يې د مرکزي کمیسیون له همکاریو څخه مننه وکړه.

Herat

Herat

Herat

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۹:۵۲
Background image

د فیفا چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو ناسته

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو، نن سه شنبه ( ۱۶/۷/۱۳۹۸) په افغانستان کې د آزادو او عادلانه ټاکنو (فیفا) موسسې  له استازو سره لیدنه وکړه. په دغې ناسته کې د جمهوري ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۵:۵۳
Background image

د هالند او اروپايې ټولنې له سفیرانو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو، د سه شنبې په ورځ (۱۶/۷/۱۳۹۸) د هالند او اروپايې ټولنې له سفیرانو او په کابل میشته د جرمني او فرانسي هیوادونو له دیپولوماتانو سره لیدنه. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۲۰:۷
Background image

د ټاکنیزو کمیسیونونو ګډ خبري کنفرانس

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو نن دوشنبه (۱۵/۷/۱۳۹۸) د یو ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې، د دواړو کمیسیونونو ترمنځ په هغږیو، د ټاکنو بهیر په عملیاتي. . .

BACK TO NEWS