د ولسمشریزو ټاکنو شکایتونو ته د رسیدګي په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون بشپړ چمتوالی

iecc-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۱۵:۱۹
Call center

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ټاکنیز مهال ویش په بنسټ او د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره همهاله د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشت شپږمې نیټې د ولسمشریزو ټاکنو شکایتونو ته د رسیدګۍ په اړه بشپړ چمتوالۍ لري.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د یکشنبې په ورځ (۱۷/۶/۱۳۹۸) د دغه کمیسیون د معلوماتي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د جمهوري ریاست ټاکنو پر مهال به له هر ډول بنظمیو سره په ډير جدیت د قانون په مطابق چلند کوي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې هیوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو شکایتونو ته د رسیدګۍ په اړه بشپړ چمتوالۍ لري، تر څو د ګټورو پروګرامونو په پلي کولو سره حق؛ حقدار ته ورسیږي او ټاکنیز عدالت تامین شي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: د جمهوري ریاست ټاکنو د ټاکنیزو سیالیو په اړه تر دې مهاله ۵۷ شکایتونو په ټول هیواد کې ثبت شوي چې ټولو ته يې د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو پر بنسټ رسیدګي شويده.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه، د شکایتونو ډیری برخه د ثبات او همپالني او دولت جوړونکي ټیمونو تخطیو او تخلفاتو په اړه ثبت شوي او د شکایتونو خپلواک کمیسیون لخوا ورته رسیدګي شوي او مرتکبین يې، توصیه، اخطار او جریمه شوي دي.

د شکایتونو کمیسیون مرستیال د جمهوري ریاست نوماندانو ته خبردارئ ورکړ چې په را روانو ټاکنو کې دي د تقلب په فکر کې نه اوسي، دا کمیسیون به په خپل ټول توان سره د شفافیت او ټاکنیز عدالت لپاره هڅې وکړي.

نوموړي د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو څخه وغوښتل چې خپل ټاکنیزې سیالیو کې خلک وهڅوي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د رسنیو همکاریو څخه مننه وکړه او د رسنیو نقش يې د ټاکنیز عدالت په تامینولو کې ډير اړین وګاڼه او د هیواد له رسنیو يې وغوښتل چې د تخطي، تخلفاتو او ټاکنیز جرایمو د ناخوالو د عامه پوهاوي په برخه کې له شکایتونو کمیسیون سره همکاري وکړي.

ښاغلي اعتمادي زیاته کړه، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ټاکنو قانون او اړونده ټاکنیز طرزالعملونو پر بنسټ ټولو ټاکنیزو شکایتونو ته رسیدګي کوي.

 د ټاکنیز مهال ویش پر بنسټ د جمهوري ریاست ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د تلي میاشت په ۶ نیټه په ټول هیواد کې ترسره کیږي.

Call Center

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۸ - ۱۶:۲۳
Background image

د هرات ولایت د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمیسیون څخه د شکایتونو مرکزي کمیسیون لوړ پوړې پلاوي لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې او د دغه کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي د هرات ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د چمتوالي او کاري. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۴:۳
Background image

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د شکایتونو ثبت او رسیدنې په اړه د ننګرهار ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چمتوالی

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار د ولسمشریزو ټاکنو د شکایتونو ثبت او رسیدنې، د دغه ولایت له ملکي او نظامي چارواکو، د ټاکنیزو کمیسیونونو ولایتي دفترونو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

د ولسمشریزو ټاکنو شکایتونو ته د رسیدګي په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون بشپړ چمتوالی

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ټاکنیز مهال ویش په بنسټ او د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره همهاله د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشت شپږمې نیټې د ولسمشریزو ټاکنو شکایتونو ته د رسیدګۍ په اړه بشپړ. . .

BACK TO NEWS