د ټاکنیزو تخالفاتو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون خبري ناسته
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو؛ نن پنجشنبه ( ۱۰/۵/۱۳۹۸) د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست نوماندانو لخوا د ټاکنیز کمپاین په موده کې د ترسره شوو ټاکنیزو تخلفاتو په اړه. خبري ناسته جوړه کړه.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاید ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي په دغه خبري ناسته کې وویل: د ټاکنیز کمپاین د مودې له پیل سره سم، د جمهوري ریاست نوماندانو خپل کمپاین په رسمي بڼه پیل کړ او د دوی غونډې او جلسات له یو لړ ټاکنیز تخلفاتو سره، مل وي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند زیاته کړه، په دغو ټاکنیزو مبارزو کې د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست نوماندانو له دولتي مالي منابعو لکه: دولتي آسانتیاوو، تجهیزاتو او نقلیه وسایطو د خپل په نفع، ګټه اخیستي او همدارنګه د دوی په غونډو کې یو شمیر عالي رتبه دولتي کارکوونکو ګډون کړی دی.
د هغه په وینا د ټاکنو قانون ۹۸ مې مادي د لومړي فقري، ۳۱ بند پربنسټ او د ټاکنیزو مبارزو د تعدیل شوي لایحې د پنځمې مادي (۵) فقري، د شپږمې مادي (۲) فقري او د اومې مادي لومړي فقري (۴) او (۵) بند په اساس او همدارنګه په ټاکنیزو مبارزو کې د مالي چارو د تنظیم لایحې د شپږمې مادي (۴) فقري پربنسټ د جمهوري ریاست نوماندانو دغه اقدامات ټاکنیز تخلفات شمیرل کیږي.
ښاغلي الیاسي زیاته کړه؛ هیڅ نوماند او ټاکنیز ټکټونه نشي کولای چې د ټاکنیزو مبارزو په دوارن کې له هغو القابو لکه صدراعظم، دریم مرستیال چې د اساسي قانون مخالف دي، استفاده وکړي
د ښاغلي الیاسي په خبره، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کميسیون د رهبري غړو د رایو په اتفاق سره تصمیم ونیوه چې د «دولت جوړونکي» او « ثبات او همګرايي» ټاکنیز ټیمونه د ټاکنو قانون د دیرشمې مادي (۱) فقري پر بنسټ او د کمیسیون د طرزالعملونو او نور ټاکنیز مقراراتو د رعایتولو په منظور، دوی ته جدي اخطاريه صادر شوي.
نوموړي په ټينګاره سره وویل: که چیرته د جمهوري ریاست نوماندان د کمیسیون اخطاريي په پام کې ونکړي، له قانون او ټاکنیزو طرزالعملونو سره به سم، له نقدي جریمو سره مخامخ شي او که چیرته د دوی دغه تخلفات دوام وکړي، نو ممکن په یو شمیر ورځو کې به له کمپاین څخه په محرومیدو محکوم شي.

