د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اداري ناسته!
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اداري ناسته نن شنبه (۱۱/۱۱/۱۳۹۹) د دارالانشاء عمومي رئیس په مشری، ترسره شوه.
په دغې ناسته کې چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مرستیالانو، د بیلابیلو څانګو رئیسانو او کارکوونکو حضور درلود، د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي په اداره کې د نظم رامنځته کیدو په موخه، په یو لړ اړینو اداري اصولو ټينګار وکړ.
د دارالانشاء عمومي رئیس د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې اوسني وضعیت ته په پام سره، د هیواد نافذه قوانینو په اډانه کې خپل اړوند دندې پرمخ بوځي.
د ناستې په پای کې ځينو کارکوونکو د ستونزو او ننګونو په هکله خپل نظریات شریک کړل او د دارالانشاء عمومي رئیس يې د حل په هکله د همکاري ژمنه وکړ.







