د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اسنادو او مدارکو ته پام سره، د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو پر بنسټ پریکړې کوي

iecc-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۱۴:۴۱
رویدار

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار نن چهار شنبه (۹/۱۱/۱۳۹۸) د یو ناستې په ترڅ کې، د ټاکنیزو اعتراضونو او شکایتونو د رسیدنې استینافي او استثنايې پړاو په اړه خبریالانو ته معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي رویدار وویل: ټول هغه اعتراضونو چې په ولایتونو کې ثبت شوي ول، هغه ۳۰۰ زره جنجالي رایو پوري هم اړه لري چې د هغو رایو په اړه تصمیم کره ارزولو، هر اړخیزه حقوقي تحلیل او لا ډیرو معلوماتو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، اوسمهال د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مسلکي او تخنیکي کارمنان د دوغو دوسیو د چمتو کولو په حال کې دي.

ښاغلي سید قطب الدین رویدار زیاته کړه: د اړونده څانګو د تخنیکي او حقوقي څانګو له هر اړخیزه ارزولو او بررسیو وروسته، یادې دوسیې سنادو او شواهدو ته په پام سره، د پریکړي په موخه د شکایتونو کمیسیون غړو ته استول کیږي.

سره له دي چې د شکایتونو کمیسیون دغه غړي ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ته په ټاکلي موده رسیدنه یو دروند کار وباله، خو ټینګار يې وکړ چې دوی به په ټاکل شوي موده کې خپل پریکړي د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو پربنسټ، ترسره کړي.

کنفرانس

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د مدني ټولنې یو شمیر بنسټونو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

د مدني ټولنې بنسټونو مجمتع (مجما)، د معلولینو د بیا ځواکمنتیا موسسه ( ابرار) او د ملی د موکراتیک انستیتوت (NDI) چارواکو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره دوشنبه (۵/۱۲. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۹
Background image

پنځوس سلنه استینافي قضیو په اړه پریکړي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي نن دوشنبه (۱۳۹۸/۱۱/۱۴) له خبریالانو سره په یو ناسته کې د پنځوس سلنه استینافي قضیو د پریکړو څخه خبر وکړ او وویل: د ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اسنادو او مدارکو ته پام سره، د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو پر بنسټ پریکړې کوي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار نن چهار شنبه (۱۳۹۸/۱۱/۹) د یو ناستې په ترڅ کې، د ټاکنیزو اعتراضونو او شکایتونو د رسیدنې استینافي او استثنايې پړاو په اړه. . .

BACK TO NEWS