د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او ځینې ټاکنیز څارونکو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک لاسلیکول

iecc-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۰:۲۶
MoU

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او ځینې ټاکنیز څارونکو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ  تفاهم لیکونه، یکشنبه (۱۳۹۸/۹/۱۰)  لاسلیک شول.

د افغانستان د ځوانانو تعلیمي او ټولنیزه موسسه،  له ماین څخه د متاثر افغانانو موسسه او د ټولنیزو ظرفیتونو خیریه بنسټ، هغه نهادونه ول چې د همغږۍ او همکارۍ تفاهم لیکونه ورسره لاسلیک شول.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرې آغلې زهره بیان شینوارې له یادو بنسټونو سره د تفاهم لیک د لاسلیکولو په وخت، د مدني ټولنې بنسټونو نظارتي نقش د ټاکنو بهیر په رڼوالي کې ګټور وباله او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او ټاکنو پورې اړوند د مدنې ټولنې تر منځ يې په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او وویل: د ناظر بنسټونو او د شکایتونو کمیسیون ترمنځ همکاري په هیواد کې د ټاکنو بهیر د چټکوالي او روڼتیا لامل کیږي.

میرمن شینوارې زیاته کړه؛ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ماموریت د ټاکنو بهیر کې د عدالت پلي کول دي او د ناظر بنسټونو همکاري کولای شي چې له دغه کمیسیون سره د ټاکنو بهیر په شفافیت او د ټاکنیز عدالت پلي کولو کې مرسته وکړي.

وروسته د ناظر بنسټونو چارواکو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیز څارونکو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د تفاهم لیک له لاسلیکولو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې دا کمیسیون د ټاکنیزې محکمې حیثیت لري او باید په خپل موقف نیونه کې تل د قانون پربنسټ جدي اوسي.

MoU

MoU

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او ځینې ټاکنیز څارونکو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک لاسلیکول

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او ځینې ټاکنیز څارونکو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ تفاهم لیکونه، یکشنبه (۱۳۹۸/۹/۱۰) لاسلیک شول. د افغانستان د ځوانانو تعلیمي او ټولنیزه موسسه، له. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د ټاکنیزو کارکوونکو د ټاکنیز تیروتنو، سرغړونو او جرایمو په اړه ناسته

د ټاکنیزو کارکوونکو ټاکنیز تیروتنو، سرغړونو او جرایمو په اړه د بحث او څیړنې په موخه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د حقوقي کمیټې ناسته د کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۶:۴۲
Background image

د ولسمشریزو ټاکنو د استینافي قضیو د رسیدنې بهیر د پای ته رسیدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون خبري ناسته

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د ولسمشریزو ټاکنو د استینافي قضیو د رسیدنې بهیر د پای ته رسیدو په اړه، د پنجشنبې په ورځ (۱۶/۸/۱۳۹۸)  خبري ناسته جوړه کړه. په دغه خبري ناسته. . .

BACK TO NEWS