د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د تدقیق رئیس معرفي کیدل

iecc-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۳:۴۰
Tadqiq Director

ښاغلی فرهاد داوري د شکایتونو کمیسیون د تدقیق رئیس په توګه نن سه شنبه(۷/۸/۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لخوا معرفي شو.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارلانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي؛ د ښاغلي داوري د معرفي کیدو پر وخت وویل: د ځوان  او وړتیا لرونکو کادرنو جذبول کولای شې چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په اړه د هیوادوالو اعتماد راپیدا کولو کې ګټور تمام شي.
ښاغلي اعتمادي په اړونده چارو کې داوري ته د بریالیتوب هیله وکړه او له هغه يي وغوښتل چې خپل دندې د قانون او طرزالعملونو پر بنسټ، ترسره کړي.

ښاغلي فرهاد دواري څو موده وړاندې دغه پست ته د آزادي سیالۍ له لیاري بریالی شوی وه؛ نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې خپل اړونده دندې په صداقت او ښه توګه، ترسره کوي.
په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړو ښاغلي محمد یونس طغرا او  ښاغلي سید قطب الدین رویدار، اوسني وضعیت ته په پام سره د داسې مسلکي او با تجربه کسانو ګمارنه، د ټاکنو بهیر د بریالیتوب لپاره مهم و بلل.

Tadqiq Director

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۱۷:۴۹
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د اداري ناستې ترسره کیدل

محترمه زهره بیان شینواری رئیس کمیسیون مستقل شکایات انتخاباتی امروز مورخ (۱۳۹۹/۳/۱۴) در سالون کنفرانس های این کمیسیون با مسئولان دارالانشاء و روسای دفتر مرکزی در پیوند به عملکرد گذشته و. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د ښځو نړیوالې ورځ څخه نمانځنه

د مارچ اتمه د ښځو پیوستون نړیوالې ورځ چهارشنبه (۲۱/۱۲/ ۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. د دغو مراسمو په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د سرتیري ملي ورځ نمانځنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د هیواد امنیتي ځواکونو ملي ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ (۱۵/۱۲/۱۳۹۸) ونمانځل شوه. په دغو مراسمو کې د کمیسیون رهبري غړو د امنیت. . .

BACK TO NEWS