د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو مرکز پرانیستل

iecc-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۱۴:۴۵
Call Center

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو مرکز (Call center) د یکشنبې په ورځ (۱۷/۶/۱۳۹۸) د دغه کمیسیون د رهبري غړو لخوا پرانیستل شو. د اړیکې دغه معلوماتي مرکز د لومړي ځل لپاره د شکایتونو کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست په اډانه کې، هیوادوالو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په فعالیت پیل وکړ.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون چارواکو د معلوماتو مرکز سیستم فعالیدل،  د ټاکنیزو شکایتونو ثبت اور رسیدنې  په اړه معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې خورا اړین وباله.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلي زهره بیان شینواري د دغه مرکز په پرانیسته مراسمو کې وویل: په خوا د اړیکي کوم مشخص مرکز شتون نه درلود چې هیواد وال له هغې لاري په آسانی سره وکولای شي معلوماتو ته لاس رسی ولري.

میرمن شینوارې دغه مرکز د ټاکنیز بهیر ذیدخله خواوو لپاره یو ارتباطي پول په توګه یاد کړ او زیاته يي کړه؛ له دې وروسته هیوادوال کولای شي چې د معلومات مرکز له لاري د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت او رسیدګي بهیر د څرنګوالي په اړه ، د تیلفون له لاري دهیواد له هرې سیمې خپل د ضرورت وړ معلومات ترلاسه کړي.

د غونډې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي د دغه مرکز اهمیت په اړه وویل چې د دا ډول مرکز ایجادول د شکایتونو په کمیسیون بي سابقه او د کمیسیون د نوي رهبري یو مهمه لاسته راوړنه ده.

مولوي صاحب عظیمي د معلوماتو مرکز له کار کوونکو وغوښتل چې خپل تخنیکي او حقوقي معلومات بشپړ کړي او هیوادوالو ته کره معلومات وړاندې کړي.

همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کميسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي هم د دغه مرکز د فعالیت تشریح کولو ترڅنګ، له هیوادوالو وغوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت او رسیدګی بهیر په اړه چې  هر ډول معلوماتو ته اړتیا ولري کولای شي چې د تیلفوني اړیکې له لاري د معلوماتو له مرکز څخه ترلاسه کړي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداري (اترا) د ارقامو له مخې؛ دا مهال شاوخوا  ۲۲.۳۴  ملیون خلک په افغانستان کې د مبایل  فعال کارونکي شتون لري چې د افغانستان  ۹۰ سلنه سیمې په بر کې نیسي، له همدې امله دا د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کميسیون ته یو ښه فرصت برابروي ترڅو په ښارونو، کلو او دهیواد په لرو پرتو سیمو کې  چې ژوند کوی، په آسانه توګه معلوماتو ته د لاس رسي آسانتیاوي برابري شي..

هیوادوال کولای شي چې د معلوماتو مرکز څخه په ګټې اخیستنې سره د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت او رسیدګي څرنګوالي په اړه د تیلفوني اړیکې له لاري خپل اړین معلومات ترلاسه کړي.

د دغه مرکز د اړیکي شمیر ۱۳۲ ده او د رخصتیو له وروځو پرته په اونی کې ۶ ورځې د سهار له ۸ د ماذدیګر تر ۶ بجو پورې فعال او دهیوادوالو په چوپر کې به وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د مدني ټولنې یو شمیر بنسټونو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

د مدني ټولنې بنسټونو مجمتع (مجما)، د معلولینو د بیا ځواکمنتیا موسسه ( ابرار) او د ملی د موکراتیک انستیتوت (NDI) چارواکو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره دوشنبه (۵/۱۲. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۹
Background image

پنځوس سلنه استینافي قضیو په اړه پریکړي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي نن دوشنبه (۱۳۹۸/۱۱/۱۴) له خبریالانو سره په یو ناسته کې د پنځوس سلنه استینافي قضیو د پریکړو څخه خبر وکړ او وویل: د ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اسنادو او مدارکو ته پام سره، د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو پر بنسټ پریکړې کوي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار نن چهار شنبه (۱۳۹۸/۱۱/۹) د یو ناستې په ترڅ کې، د ټاکنیزو اعتراضونو او شکایتونو د رسیدنې استینافي او استثنايې پړاو په اړه. . .

BACK TO NEWS