د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو د دارالانشاء آمرینو ښوونیز پروګرام پای

د ولایتي دفترونو د دارالانشاء آمرینو د وړتیاوو لوړولو په موخه جوړ شوي پنڅه ورځينۍ ښوونیز پروګرام چهارشنبه (۱۰/ ۱۰/ ۱۳۹۹) ماذدیګر پای ته ورسید.
دغه ښوونیز پروګرام چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې جوړ شوی وو، ګډونوالو ته د پلان جوړونې، تصمیم نیول، کنترول، همغږي، سازمان دهی، د بدلون مدیریت او د بشري سرچینو مدیریت ښوونیزي برنامې، په مسلکي، عملي او ګروپی کړنو سره، د متخصص او مسلکي روزونکو لخوا تدریس شوي.
د یادې برنامې په وروستی ورځ، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرسیتال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي، د دارالانشاء آمرین خپل مسوولیتونو ته متوجه کړل او ټینګاريې وکړ چې له زده کړل شوو ښوونیز پروګرامونو څخه د خپل ظرفیت جوړني او عملي کارونو کې ګټه پورته کړي. د شکایتونو کمیسیون مرستیال له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د ولایتي دفترونو ستونزي له مرکزي دفتر سره شریکي کړي ترڅو د ستونزو د حل په موخه په ګډه کار وکړو.
د دغه ښوونیز پروګرام په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون چارواکو لخوا ګډونوالو ته بريلیکونه ورکړل شول.
د یادونې وړ دی چې دغه ښوونیز پروګرام په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) په مالي مرسته، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د وړتیاوو لوړولو آمریت لخوا جوړ شوی وو.