د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو ته د (کوید ۱۹ ) واکسین د دویم دوز تطبیق

iecc-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۵:۵۳
Vaccine

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو ته د کوید ۱۹  واکسین  دویم دوز، نن چهار شنبه ( ۱۶/ ۴/ ۱۴۰۰) د روغتیا وزارت سیارو واکسیناتوران لخوا تطبیق شو.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ۱۷۰ تنه کارمنانو ته چې د واکسین اخیستو په شرایطو برابر ول، د کوید ۱۹ چينايي سینوفارم ډوله واکسین لومړی او دویم دوز تطبیق شو.

د روغتیا برخې سلاکاران په وینا د کرونا وایروس په وړاندې د سینوفارم واکسین اغیز ۷۹ سلنه دی چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا تائید شوی دی.

د یادونې وړ دی چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء لخوا  کارکوونکو ته د وایروس د مخنیوي په موخه، وقايوي تدابیر تر دې وړاندې هم نیول شوي او کارکوونکو ته ماسک، دست کشي او ضد عفوني مواد توزیع شوي ول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۴:۳۶
Background image

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژې چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري پلاوي ویدیو کنفرانس

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي د تیروآنلاین بحثونو په دوام، په روان کال کې د تخنیکي او مسلکي همکاریو او د دغه کمیسیون د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو پروګرام پلي کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د بشري منابعو مدیریت ښوونیز پروګرام جوړیدل

د بشري منابعو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنۍ ښوونیز پروګرام نن یک شنبه (۱۴۰۰/۵/۱۰) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د مرکزي دفتر ښوونیز تالار کې پیل شو.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۴:۷
Background image

د (UNESP) پروژې چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري پلاوي ویدیويې کنفرانس

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي، د دغه کمیسیون د لوړ پوړي چارواکو، رئیسانو او کارکوونکو د ظرفیت جوړونې پروګرام په هکله، پرون چهارشنبه (۱۴۰۰/۵/۶) د یو ګډ ویدیو کنفرانس له. . .

BACK TO NEWS