د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولایتي کمیشنرانو د تحلیف غونډه او د زده کړو سیمینار

iecc-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۱۴:۱۰
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولایتي کمیشنرانو د تحلیف غونډه او د زده کړو سیمینار

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ۱۰۲ کسه ولایتي کمیشنرانو د تحلیف مراسم او د زده کړو سیمینار د دغه کمیسیون د رهبري غړو او نړیوالو همکارانو په ګډون سره، د جمعې په ورځ ( ۱۱/۵/۱۳۹۸)  په کابل کې دایر شو.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د تحلیف له مراسمو وړاندې، د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې شپږمې نیټې د جمهوري ریاست  ټاکنو د بریالیتوب په موخه، په بي پرېتوب او ټاکنیز عدالت ټینګار وکړ.

په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د جمهوري ریاست لخوا په ټاکلي موده کې د ولایتي کمشنرانو له منظوری څخه مننه وکړه او له ولایتي کمیشنرانو څخه يې وغوښتل چې د خپل چارو ترسره کیدو او تصمیم نیوني پروخت ملي ګټو ته ژمن او د ټاکنو روڼټیا ته، پام وکړي.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینواري د ولایتي کمیشنرانو د تحلیف مراسم د افغانستان خلکو لپاره یو تاریخې ورځ وبلله او ولایتي کمشنرانو ته يي په خطاب کې وویل: د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو بهیر بریالیتوب لپاره، د افغانستان د خلکو یواځنی هیله د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ده، له همدې امله د ټاکنیزو شکایتونو د رسیدنې او تصمیم نیونې په وخت لومړی خدای تعالی او بیا د افغانستان دا شته ناخوالو ته پام وکړي او ټاکنیز عدالت په هیواد کې پلی شي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې یادونه وکړه چې د ټاکنو بهیر د روڼتیا او شفافیت په موخه د ولایتي کمیشنرانو اجراات اړین او ګټور دي او تاسو باید هیڅکه هم سیاسي او مادي فشار ته تسلیم نشئ تر څو ستاسو بي پریتوب پوښتنې لاندې رانشي.

میرمن شینواري له ولایتي کمیشنرانو وغوښتل چې په ریښتینوالۍ، بي پرېتوب او په بشپړه روڼتیا سره، خپل مسوولیتونه د ټاکنو قانون، ټاکنیز طرزالعملونو، لایحې او  تصویب شوي لارښودونو په مطابق ادا کړي، تر څو د خلکو له منځه تللی اعتماد بیا ترلاسه شي او سرنوښت جوړونکۍ ماموریت، په بریاليتوب سره  منزل مقصود ته ورسوئ.

د غونډې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي د ولایتي کمیشنرانو د تقرر په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام حکم قرائت کړ او دا مسوولیت يي یو خطیر او اړین مسوولیت وګاڼه او له ولایتي کمیشنرانو يي وغوښتل چې د ټاکنو د شفافیت او ټاکنیز عدالت په موخه، د ټاکنو قانون په مطابق خپل صلاحیتونه اعمال کړي.

ښاغلي الیاسي د ټاکنو قانون ۳۱ مې او ۹۰ مې مادي چې د ولایتي کمیسیونونو د صلاحیتونو په اړه دي، حاضرینو ته تشریح کړي او  وویل، د تازه مقرر شوو ولایتي کمیشنرانو د تقدیر او تمجید موضوع د ټاکنو بهیر بریالیتوب پورې تړاو  لري.

په دغه غونډه کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي وویل: ولایتي کمیشنران د کمیسیون د لومړي کسانو په توګه د ۳۰ میلیونو انسانانو برخلیک په لاس کې لري، له همدې امله مو په کاري اجرااتو کې، قومي او نژادي تبعیض ته پام ونکړئ، بلکي د الهی امانت ساتوونکي اوسئ، ځکه انسانان له وضعي قاوانیو څخه تیښته کیږي خو له الهی قانون څخه د تیښتې شوونتیا شتون نلري.

هغه په ټينګار سره وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي له ريښتینولي، بي پريتوب پرته او د الهی امانت څخه ساتنه، د بل هیڅ شي توقع نلري.

ښاغلي عظیمي په هیواد کې د سراسري سولي راتګ د ټاکنیزو کمیسیونو د مجریانو لخوا د ټاکنو په بهیر کې د عدالت تامینولو پورې اړ وباله او له ټولو يي وغوښتل، لکه څرنګه چې مو ملي منافعو ته د ژمتیا قسم یاد کړ، هغه په خپل کړنو کې هم پلی کړئ.

دغونډې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نړیوال کمیشنر ښاغلي نیل اپرني، د خپل ټاکنیز تجاربو شریکولو په خوا کې وویل: په هیواد کې د دموکراسي بنسټیز کیدل، معیاري او ټولو خواو ته د منلووړ ټاکنو ترسره کیدو پورې اړه لري.

د تحلیف مراسمو له پای ته رسیدو وروسته د ولایتي کمیشنرانو د زده کړو دوه ورځنۍ سیمینار  د وړتیاوو لوړولو او  د ټاکنو قانون، اړونده طرزالعملونه او لوایحو احکامو په اړه، بحث او د نظریاتو ورکولو په موخه، پیل شو.

همدارنګه د دغه ورکشاپ په دوام کې د شکایتونو کمیسیون د رهبري غړو  او د تخنیکي او مسلکي برخو مسوولینو په همکاری د ټاکنیز اعتراضونو او شکایتونو د څیړني څرنګوالي او د شکایتونو د رسیدګۍ فورمو په اړه، ولایتي کمیشنرانو ته په لنډ ډول معلومات وړاندې شول.

مراسم تحلیف و سیمینار آموزشی کمیشنران ولایتی کمیسیون شکایات انتخاباتیمراسم تحلیف و سیمینار آموزشی کمیشنران ولایتی کمیسیون شکایات انتخاباتی

مراسم تحلیف و سیمینار آموزشی کمیشنران ولایتی کمیسیون شکایات انتخاباتی

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رئیس پیغام

د لوی اختر رارسیدل چې د مسلمانانو د خوشحالیو، ورورولۍ او یو والي ستره نښته ده، د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني، اجراييه رئیس جلالتماب عبدالله عبدالله او د. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولایتي کمیشنرانو د تحلیف غونډه او د زده کړو سیمینار

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ۱۰۲ کسه ولایتي کمیشنرانو د تحلیف مراسم او د زده کړو سیمینار د دغه کمیسیون د رهبري غړو او نړیوالو همکارانو په ګډون سره، د جمعې په ورځ ( ۱۱/۵/۱۳۹۸)  په. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۱۳:۵۹
Background image

د ټاکنیزو تخالفاتو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون خبري ناسته

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو؛ نن پنجشنبه ( ۱۰/۵/۱۳۹۸)  د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست نوماندانو لخوا د ټاکنیز کمپاین په موده کې د ترسره شوو ټاکنیزو تخلفاتو په اړه. خبري. . .

BACK TO NEWS