د ټاکنیزو کارکوونکو د ټاکنیز تیروتنو، سرغړونو او جرایمو په اړه ناسته
د ټاکنیزو کارکوونکو ټاکنیز تیروتنو، سرغړونو او جرایمو په اړه د بحث او څیړنې په موخه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د حقوقي کمیټې ناسته د کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي په مشری د چهارشنبې په ورځ (۶/۹/۱۳۹۸) جوړه شوه.
په دغه ناسته کې چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو، د دارلانشاء رئیس او مرستیالانو، د بیلابیلو څانګو رئیسانو او د حقوقي کمیټې غړو حضور درلود، هر یوه په خپل وار سره د یادي موضوع په اړه خپل حقوقي نظر څرګند کړ او په اړه یې بحث وکړ.
په پایله کې د ګډونوالو د نظریاتو له اوریدو وروسته، د کمیسیون مسلکي څانګي او د حقوقي سلاکارانو بورد ته دنده ورکړل شوه، تر څو ژر تر ژره یاده موضوع په مسلکي او تخنیکي توګه له هر اړخه وڅيړي چې کمیسیون د هغې په رڼا کې لازم تصمیم ونیسي.


