د ټاکنیزو کمیسیونونو د هغږۍ د دوه ورځني ورکشاپ پای ته رسیدل
د ټاکنیزو کمیسیونونو دهمغږی دوه ورځنۍ ورکشاپ چې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايې پروګرام په مرسته جوړ شوی و، یکشنبه (۳۰/۴/۱۳۹۸) د همکاریو او همغږیو د یوې مشترک اعلامیې په تصویب سره، پای ته ورسید.
د دغې ناستې په وروستۍ ورځ، د ټاکنیزو کمیسیونونو غړو د دا ډول ناستو جوړول د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو بهیر کې د لا همغږیو رامنځته کیدو او د دواړو کمیسیونونو د همغږیو د کچې لوړوالي لپاره اړینې وبللې او له نړیوالو همکارانو څخه يي وغوښتل چې دا ډول ناستې د دواړو کمیسیونونو د تخنیکي او عملیاتي کارکوونکو په کچه هم ترسره شي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې؛ په دغه ناسته کې مطرح شوي بحثونه د ټاکنیزو کمیسیونونو غړو لپاره مهم او اړین وبلل او وویل: د ټاکنو چمتوالي په اړه د نظریاتو او وړاندیزونو تبادله لوړ او ځانګړی اهمیت لري چې د ټاکنو ترسره کیدو کې ګټور تمامدای شي.
همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستاني د دغې ناستې پایلې د دواړو کمیسیونونو د ستونزو د حل او د همغږیو د رامنځته کیدو لپاره ګټورې وبللې او وویل: باید همدې پرواګرام کې زده کړل شوي درسونو څخه په خپل عملي کار کې ګټه پورته کړو.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي دین محمد عظیمې، په دغې ناستې د ټاکنو په بهیر کې د ولایتونو په کچه د ستونزو رامنځته کیدلو څخه یادونه وکړه او ویل: باید په ۳۴ ولایتونو کې د همغږیو غونډې ترسره شي، ځکه یو شمیر جنجالونه او اختلاف نظرونه له ولایاتو څخه پیلیږي.
همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي، منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي په ناسته کې ترسره شوي بحثونه با ارزښته و ګڼل او زیاته يي کړه: د ټاکنو نوي قانون ته په پام سره، نوي طرزالعملونه او لوایح تصوي شويدي.
ښاغلي الیاسي د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل که چیري په ټاکنو کې له بایومتریک او یا بریښنايې وسایلو څخه کار اخلي، نو د شکایتونو کمیسیون دي په جریان کې پریږدي. ځکه دا کمیسیون هم د هغو په پربنسټ خپل ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه ځان چمتو کړي.
د شکایتونو کمیسیون غړي سید قطب الدین رویدار هم وویل: د ټاکنو ترسره کیدل یو ملي بهیر دی چې په دې اړه د افغانستان خلک خپل قضاوت لري. هغه زیاته کړه؛ باید داسې یو ټاکنې ترسره کړو چې د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي محمد یونس طغرا د دواړو کمیسیونو تر منځ د همکاریو د ګډې کمیټې د جوړیدو څخه خبر ورکړ او زیاته يي کړه، د دغې کمیټه موخه اعتماد رامنځته کول دي او موږ هغه وخت بریالي کیدای شو چې د ټاکنو بهیر په اړه د خلکو اعتماد ترلاسه کړو. نوموړي وویل: د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي باید خپل ټول فکر او سوچ د ټاکنو بهیر په بریالیتوب راوګرځوي او همغږي د مداخلې په معنا نه ده بلکه د دغه بیهر نمیګرتیاوي تکمیلوي.
په همدې توګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو شمیر غړو د ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ د همغږیو د مکانیزمونو د رامنځته کیدو تر څنګ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کاري بهیر باندې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون نظارتي نقش مهم وباله او ټينګار يي وکړ چې د لا ډيرو همغږیو او ښه نظارت په موخه، شکایتونو کمیسیون باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي پلانونه له ځان سره ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو د ملاتړ پروګرام مسوول ګراند کیپن هم، د دا ډول پروګرامونو جوړول د کمیسیونونو ترمنځ د همغږي لپاره مهم وشمیرل او ټینګار يي وکړ چې په راتلوونکو کې به د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري او مسلکي کارکوونکو په کچه دا ډول ښوونیزې برنامې جوړي کړي.
د ناستې په پای کې د دواړو کمیسیونونو د رهبري غړو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریو ټاکنو لپاره د لاډيرو همغږیو په موخه ګډه، اعلامیه چمتو او تصويب کړه.
