د ټاکنیزو کمیسیونونو د همغږۍ ناسته

iecc-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۲:۳۰
Meeting

د تلې میاشت د ولسمشریزو ټاکنو د رای شمیرنې په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو د همغږۍ ناسته پنجشنبه (۹/۸/۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په پیل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د درملوک کمپنی لخوا د رایو د تصفيې راپور او  د رایو د بیا شمیرنې بهیر د پیلیدو په اړه، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ټينګار يې وکړ چې د رایو د بیا شمیرنې بهیر به په مرکز او ولایاتو کې د شفافو او معیاري تګلارو له مخې به ترسره شي.
وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د رایو د بیا شمیرنې د بهیر کاري پلان په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو ته معلومات وړاندې شول.
په دغه جلسه کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو څخه وغوښتل چې بیا شمیرنې بهیر باید د ملي او بین المللي ناظرانو په حضور کې په شفاف توګه پای ته ورسیږي او همدارنګه خپل ټولې هڅې پر دي متمرکزي کړو چې لومړنی پایلي په ټاکلي موده کې اعلان کړو، له دي پرته، دا بهیر به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.
ټاکل شوي ده چې نن د درملوک شرکت خپل بایو د بایو متریک رایو د تصفیې راپور د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستوي او د هغه پر بنسټ، د رای ورکولو په مرکزونو کې چې ستونزي موجودي وي، د بیا شمیرنې بهیر پیل شي.

Meeting

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د (UNESP) پروژي مدیر رودلف البلینک سره د دارالانشاء عمومي رئیس لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئيس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) مدیر سره، دوشنبه (۱۴۰۰/۲/۱۳) د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۲۷
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې په مشری د اداري ناستې ترسره کیدل

په مرکزي دفتر کې د اجرااتو ښه والي، ستونزو او ننګونو ته د رسیدنې او د حل لارو لټون په موخه، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اداري ناسته د کمیسیون رئیسې اغلي زهرې بیان شینوارې په مشری،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لپاره د نړیوالو سلاکارانو معرفي کیدل

رودلف البلینک د پروژ مدیر او ستر تخنیکي سلاکار او ښاغلی سن اف لیکا د ظرفیت جوړونې سلاکار په توګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) ټاکنېز ستر. . .

BACK TO NEWS