د ټاکنیزو کمیسیونونو غړو د دوه ورځني ورکشاپ پیل

iecc-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۱۲:۵۶
د ټاکنیزو کمیسیونونو غړو د دوه ورځني ورکشاپ پیل

د علمي تجاربو، د ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ اعتماد جوړونه، د ټاکنو ترسره کیدو لپاره د یو منظم اداري چوکاټ رامنځته کول او د ټاکنیزو  کمیسیونونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو د کړنلارو ایجادولو په موخه، د ملګرو ملتونو سازمان پراختيايې پروګرام یا (UNDP) لخوا، د شنبه په ورځ (۲۹/۴/۱۳۹۸) دوه ورځنۍ ورکشاپ د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري غړو لپاره په کابل کې جوړ شو.

د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري غړو د دا ډول ښوونیز ورکشاپونو جوړل د ټاکنو عملیاتي بهیر د چټکوالي او د ټاکنو ترسره کیدو په موخه بریالي او اړین وباله او  له دغه نړیوال بنسټ څخه يي وغوښتل چې دا ډول پروګرامونه د کمیسیونونو د مسلکي کارکوونکو په کچه هم جوړ کړي.

په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو  د ټاکنو ښه مدیریت، د داسې ټاکنو ترسره کیدو چې ټولو ذیدخله ټاکنیزو خواوو ته د منلو وړ وي او د ټاکنیزو کمیسیونونو د نقش او دندو په اړه، بحث وکړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستاني په پیل کې د دا ډول برنامو جوړول د کمیسیونونو تر منځ د ټاکنیزو تجاربو شریکولو  لپاره یو ښه زمینه وګڼله او وویل، کولای شو چې د د غو پروګرامونه د پایلو او زده کړل شوو درسونو څخه د ټاکنو بهیر کې په عملي توګه ګټه پورته کړو.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې په دغه ښونیز پروګرام کې وویل: د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو ترسره کیدو مسوولیت لري، خو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مسوولیت د ټاکنو بهیر ته، مشروعیت ورکول دي او که چیرته د شکایتونو کمیسیون ټاکنیز عدالت تامین نکړي، ټاکنې مشروعیت نلري.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي دین محمد عظیمی د روان کال د تلې میاشتې ۶ مې نیټې د جمهوری ریاست ټاکنو لپاره د دغه کمیسیون له بشپړ چمتوالي څخه خبر ورکړ  او  په ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کې يې د ټاکنیزو اعتراضونو او شکایتونو د ثبت او رسیدنې پړاونو په هکله هر اړخیزه خبرې وکړي.

ښاغلي عظیمي د یو سالمې ادارې او په تصمیمونو کې قاطعیت د رڼو او معتبره ټاکنو  ترسره کیدو لپاره اړین وبلل او زیاته يي کړه: ټاکنیز اعتراضونه او شکایتونه اسناد او شواهدو ته په کتو سره، په دوه مرحلو ولایتي او مرکزي کچه، بررسي او تحلیل کیږي او وروسته بیا د قضیو په اړه تصمیم نیول کیږي.

همدارنګه په دغه پروګرام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي قطب الدین رویدار د شکایتونو کمیسیون د ځانګړو او اساسي دندو په اړه خبرې وکړي وویل: شکایتونو کمیسیون د ټاکنو بریالیتوب لپاره په ټولو پړاونو کې اساسي او بنسټیز رول لوبوي.  د قانون او طررالعملونو پر بنسټ باید ټول شکایتونه، د ټاکنیز تقویم په مطابق رسیدګې وشي تر څو ټاکنیز عدالت تامین شي.

ښاغلي رویدار زیاته کړه، باید ټاکنیزو تخطیو، تخلفاتو او جرایم ته د رسیدنې لپاره بشپړ او پوره چمتوالی ونیول شي تر څو د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ټولو هیوادوالو او ذیدخله اړخونو ته د منلو وړ وي.

په دغه ورکشاپ کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي ښاغلي محمد قاسم الیاسي د ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ د یو شمیری همغږیو نشتون، د مالی منابعو نه موجودیت، په الکترونیکي بڼه د شکایتونو د ثبت سیستم نه موجودیت، د غږیز او انځوریز مدارکو لپاره د تشخیص وسایلو نشتون، د اړیکې مرکز نشتون، د ظرفیت لوړلو پروګرامونو کمښت، د ۵۰۰۰ نظارتي کارکوونکو استخدام هغه ننګونې وګڼلي چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې اوس هم شتون لري.

په همدې توګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي محمد یونس طغرا د هغو کړنلارو په هکله خبرې وکړي چې د ټاکنو بهیر په اړه د خلکو اعتماد څنګه بیا ترلاسه کیدای شي. هغه د ټاکنو رڼتیا لپاره د رای ورکولو په محلونو او مرکزونو کې د ملي او نړیوالو ناظرانو شتون ارزښتناک وباله او وړاندیز يي وکړ چې په دې هکله دې د نورو هیوادونو تجاربو څخه ګټه پورته شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي هم د دا ډول ورکشاپ جوړول د ستونزو د پيژندلو او د ټاکنیزو کمیسیونونو دکارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره خورا ګټور عنوان کړ او وویل: د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اهمیت ته پام سره چې ټاکنو ته مشروعیت ورکوي خو بیا هم دا کمیسیون ته هغومره چې اړینه ده، پام نکیږي. نوموړي څرکنده کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون بریالیتوب د نړیوالې ټولنې غوڅ ملاتړ پوري، تړاو لري.

د ټاکنیزو کمیسیونونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د کمیسیونونو تر منځ د همغږي پیاوړي کول، بریالیو ټاکنو کې د آزادو رسنیو ارزښت او د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو تقویم  هغه مهم موضوعات دي چې ټاکل شوي ده په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې به پرې خبرې؛ اترې وشي.

آغاز ورکشاپ دو روزه با اشتراک کمیشنران کمیسیون های انتخاباتی

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د (UNESP) پروژي مدیر رودلف البلینک سره د دارالانشاء عمومي رئیس لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئيس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) مدیر سره، دوشنبه (۱۴۰۰/۲/۱۳) د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۲۷
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې په مشری د اداري ناستې ترسره کیدل

په مرکزي دفتر کې د اجرااتو ښه والي، ستونزو او ننګونو ته د رسیدنې او د حل لارو لټون په موخه، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اداري ناسته د کمیسیون رئیسې اغلي زهرې بیان شینوارې په مشری،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لپاره د نړیوالو سلاکارانو معرفي کیدل

رودلف البلینک د پروژ مدیر او ستر تخنیکي سلاکار او ښاغلی سن اف لیکا د ظرفیت جوړونې سلاکار په توګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) ټاکنېز ستر. . .

BACK TO NEWS