د ټاکنیزو کمیسیونونو ګډه خبرې ناسته
د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري پلاوي ګډه خبري ناسته د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو کې د لاهمکاریو او همغږیو د رامنځه کیدو په موخه؛ د یکشنبه په ورځ ( ۳۰/۴/۱۳۹۸) په کابل کې ترسره شوه.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې په دغې خبرې ناسته کې د ګډې غونډې د خبري پوښښ او د خبریالانو له حضور څخه مننه وکړه او وویل: ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تل هڅه کړي چې خپل دندې؛ په ټاکنو قانون کې د درج شوو صلاحیتونو پر بنسټ او د ټاکنو په بهیر کې ټولو اړونده ذیدخله اړخونو سره په همغږۍ کې ترسره کوي.
نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د بشپړ چمتوالي څخه خبر ورکړ او زیاته يي کړه؛ دغه کمیسیون ټولو اړونده ذیل دخله خواوو ( د جمهوري ریاست نوماندانو، سیاسي ائتلافونو، مدني ټولنې بنسټونو او رایه ورکوونکو) ته ډاډ ورکوي چې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو په موخه او په ټاکنو کې د عدالت تامین لپاره به اړینې هڅې کوي.
د شکایتونو کمیسیون مشرې؛ ټاکنو کې ذیدخله خواوو څخه وغوښتل چې د منلو وړ ټاکنو ترسره کیدو لپاره ټاکنیزو کمیسیونونو سره همکاري وکړي.
همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستاني د یو خبریال پوښتنې په ځواب کې چې د سولې او جمهوري ریاست ټاکنو په اړه وه، وویل: د افغانستان خلک سولې ته جدي اړتیا لري او باید دا لړی دوام ولري، خو د ټاکنو ترسره کیدو په موخه عملیاتي بهیر روان او هیواد وال دي په دې اړه هیڅ ډول اندیښنه نکوي.
میرمین نورستاني زیاته کړه؛ د ټاکنو ترسره کیدل د دوی لومړیتوبونو کې ځای لري، که چیرته رڼې، معتبره او د منلو وړ ټاکنې ترسره شي، نو د سولې او ټیکاو په راوستو کې به مرسته وکړي.
په همدې توګه د ۱۳۹۸ جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کیدو په موخه د ټاکنیزو کمیسیونونو د همغږيو په اړه هغه خبري اعلامیه ولوستل شوه چې دوی په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې چمتو کړي وه؛ د دغې اعلامیه په یو برخه کې راغلې دي: د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري غړي د ټاکنو قانون پر بنسټ او هغه تعهد چې له خپلو خلکو او ملي منافعو سره يي لري، د تلې ۶ مې نیټې ټاکنو ترسره کیدو لپاره بشپړ او جدي چمتوالۍ لري.
په دغې اعلامیه کې دا هم تصریح شوي چې ټاکنیزو کمیسیونونه به له یو بل سره د نیږدي همکاریو او همغږیو په مرسته، د ټاکنو ملي بهیر پر وړاندې شته ننګونې او ستونزې راټولې او تیرو ټاکنو څخه د زده کړل شوو درسونو او تجربو په رڼا کې به ستونزې حل او د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د خلکو پراخه ګډون او اعتماد جوړونې لپاره زمنیې برابرې کړي.
د ګډې اعلامیې په اساس؛ ټاکنیز کمیسیونونه د ټاکنو قانون پر بنسټ خپل ځانګړي صلاحیتونه او دندې لري خو د ټاکنو ترسره کیدو لپاره یو شان مسئولیتونه لري چې له شک پرته د ټاکنو په بهیر کې د هر یو نقش، د بل نقش تکمیلوونکی دی.
د اعلامیې په وروستۍ برخه کې راغلي دي، د ټاکنو قانون د نهمې مادې پر بنسټ د ټاکنو په ملي بهیر کې ذیدخله خواووي لکه نړیوال بنسټونه، اړونده دولتي ارګانونه، د مدني ټولنې بنسټونه، ائتلافونه او سیاسي احزاب، رسنۍ او نوماندان د ټاکنو په ملي بهیر کې ګټور او موثر نقش لري، په همدې توګه د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري پلاوی د دوی همکاري او نقش ته په پام سره، د ټاکنو ذیدخله خواوو څخه تمه لري چې له کمیسیونونو سره د ټاکنو د ښه ترسره کیدو په موخه او په دغه ملي بهیر کې مرسته او همکاري وکړي.
د ټاکنیزو کمیسیونونو ګډې اعلامیې بشپړ متن د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک کړئ.

