د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت د منعې قانون په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ

iecc-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۱۳:۲
د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت د منعې قانون په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو ته  د ښځو چارو وزارت لخوا د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت پر وړاندې د مبارزي ملي ستراتیژی او قانون په اړه، د عامه پوهاوي څلور ورځنۍ ورکشاپ د یکشنبې په ورځ (۳۰/۴/۱۳۹۸) د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې جوړ شو.

د ورکشاپ په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د دا ډول پروګرامونو د جوړیدو څخه مننه وکړه او وويل: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هغه منفي پدیده ده چې د انسان له پیدایښت څخه تر دې مهاله اوږده موخینه لري او په ټولنه کې شتون لري  .

ښاغلي اعتمادي د ښځو پر وړاندې  د یو لړ نابرابریو او محرومیتونو څخه یادونه وکړه او زیاته يي کړه؛  د نړی په هیڅ ګوټ کې ښځو خپل اساسي حقوق نه دې ترلاسه کړي. هغه د شته ننګونو څخه د وتلو یواځنۍ لار د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت د منع قانون، پلي کول وبلل.

په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت د منع قانون سربیره، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي محوه قانون، حمایوي او وقایوي تدابیر، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مبارزي په اړه د دولتي ادارو مکلفیتونه، د ښځو همکاري او مشارکت، د تاوتریخوالي په اړه د مبارزي د پلان پلي کول،  د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت پر وړاندې د مبارزي ملي ستراتیژی، په هیواد کې د ښځو اوسني وضعیت ته کتنه او د ښځو پر وړاندې بیلابیل تاوتریخوالی، هغه موضوعات دي چې په دغو څلور ورځو کې به د شکایتونو کمیسیون کارکوونکو زده کړه ورکول کیږي.

تدویر ورکشاپ آموزشی قانون منع آزار و اذیت زنان و اطفال

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۵:۲۲
Background image

د ملي بیرغ ورځ نمانځ غونډه

د ملي بیرغ نمانځ غونډه نن شنبه ( ۱۴۰۰/۵/۱۶) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ترسره شوه. دغه غونډه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس، د دارالانشاء. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۴:۳۶
Background image

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژې چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري پلاوي ویدیو کنفرانس

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي د تیروآنلاین بحثونو په دوام، په روان کال کې د تخنیکي او مسلکي همکاریو او د دغه کمیسیون د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو پروګرام پلي کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د بشري منابعو مدیریت ښوونیز پروګرام جوړیدل

د بشري منابعو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنۍ ښوونیز پروګرام نن یک شنبه (۱۴۰۰/۵/۱۰) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د مرکزي دفتر ښوونیز تالار کې پیل شو.

BACK TO NEWS