د ښځو نړیوالې ورځ څخه نمانځنه

iecc-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۵:۳۰
8march

د مارچ اتمه د ښځو پیوستون نړیوالې ورځ چهارشنبه (۲۱/۱۲/ ۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د دغو مراسمو په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د رارسیدو له امله د نړی ټولو ښځو په ځانګړي توګه د افغانستان زړورو او زیار کښه ښځو ته مبارکي ورکړه او زیاته يې کړه: ښځې هغه استعداد او ځواکمنتیا لري چې له خپل ورونو سره اوږه په اوږه کار وکړي، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې د ښځو ۲۷ سلنه شتون، یوه لویه لاسته راوړنه ده. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې ژمنه وکړه چې د ښځو لپاره تحصیلي، کاري او نوري آسانتیاوي برابري وي، تر څو په کمیسیون کې د ښځو حضور لا نور هم زیات شي.
میرمن شینوارې همدارنګه د تیرو ټاکنو د اعتراضونو او شکایتونو د رسیدنې بهیر کې د ښځو له فعالیتونو او کړنو څخه یادونه وکړه او وویل:  په مرکزي اولایتي دفترونو کې زموږ د ټولو همکارانو په ځانګړي توګه د ښځو په همکاری او هڅو سره وتوانیدو چې تیري ټاکنې په بریالیتوب سره پای ته ورسوو. نوموړي د ښځو له صادقانه او بي پرې کار څخه مننه او قدرداني وکړه.
وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي هم د ښځو د پیوستون نړی واله ورځ د هیواد ټولو خویندو او میندو ته مبارکي ورکړه او د غونډې ګډونوالو ته يې د اسلام سپیڅلي دین کې د ښځو مقام په اړه معلومات وړاندې کړل. ښاغلي مولوي عظیمي زیاته کړه، خدای ج ټول انسان یو شان پيدا کړي دي او خدای ج ته هغه خلک نیږدي دي چې هغوی تقوا او پرهیزګاره وي. د اسلام په مبارک دین کې د ښځو او نارینوو تر منځ تفاوت شتون نلري. ټول انسانان برابر حقوق لري.
نوموړي د ښځو مقام په اړه د حضرت محمد ص  څو حدیث شریف قرائت کړل چې فرمایلي دي: ستاسو بهترین اولادونه ستاسو لورګاني دي. ډالی لومړی خپل لورګانو ته ورکړئ او جنت د مور تر پښو لاندې دی.
د غونډې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي هم د افغانستان ښځو ته د دغې ورځ مبارکي ورکړه او زیاته يې کړه، د ښځو په اړه د اسلام سپیڅلي دین او غربي نړی لید توپیر لري، د افغانستان او د اسلام تاریخ  کې د زړه ورې او نامداره ښځې شتون لري.
ښاغلي اعتمادي د مارچ اتمي نیټې د رامنځته کیدو فلسفي ته په اشارې سره وویل: دغه ورځ د کار د مزد برابر والي، د زده کړو حق، د رای ورکولو حق او په ټوله کې د ښځو لپاره د برابر حقوقو او امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره دی. نوموړي په هیواد کې د وورستیو پرمختګونو ستاینه او ژمنه يې وکړه چې د شکایتونو کمیسیون کې به د ښځو کارکوونکو لپاره لا نوري آسانتیاوي او امکانات برابر کړي.
همدارنګه د ښځو چارو وزارت استازې د مارچ اتمې په اړه، د ښځووزارت د وزیرې میرمن دلبر نظري پيام د غونډې ګډوالوته ولوست او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د جندر آمرې هم د ښځو د پيوستون ورځ په اړه وینا وکړه.

غونډه د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړي سره پای ته ورسیده.

8march

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د ښځو نړیوالې ورځ څخه نمانځنه

د مارچ اتمه د ښځو پیوستون نړیوالې ورځ چهارشنبه (۲۱/۱۲/ ۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. د دغو مراسمو په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د سرتیري ملي ورځ نمانځنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د هیواد امنیتي ځواکونو ملي ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ (۱۵/۱۲/۱۳۹۸) ونمانځل شوه. په دغو مراسمو کې د کمیسیون رهبري غړو د امنیت. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د مدني ټولنې یو شمیر بنسټونو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

د مدني ټولنې بنسټونو مجمتع (مجما)، د معلولینو د بیا ځواکمنتیا موسسه ( ابرار) او د ملی د موکراتیک انستیتوت (NDI) چارواکو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره دوشنبه (۵/۱۲. . .

BACK TO NEWS